امریکا او متحدان: د اسرائیل-لبنان پر پوله دې ۲۱ ورځینی اوربند وشي
امریکا او متحدان یې د اسرائیل-لبنان د پولې په اوږدو کې د ۲۱ ورځیني اوربند غوښتنه کړي ده
د امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې په ګډون لوېدیزو متحدانو د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د شخړې له ډېرېدو وروسته لبنان کې د لنډمهاله اوربند غوښتنه کړې.
د ۱۲ هېوادونو دغه ځواکمن بلاک “یوه دېپلوماتیک جوړجاړي ته د رسېدو په هدف دېپلوماسۍ ته د فضا برابرولو”لپاره جګړه کې د سملاسي ۲۱ ورځنۍ وقفې او همدا راز په غزه کې د اوربند وړاندیز کړی دی.
دوی په خپله ګډه علامیه کې ویلي، دښمنۍ د ‘زغملو’ نه دي او د “یوې پراخې سیمهییزې ترینګلتیا” داسې نه منل کېدونکی خطر رامنځته کوي چې د اسرائيل او لبنان دواړو د خلکو په ګټه نه دی.
په لبنان کې د ځمکنیو علمیاتو د پیل احتمال
دا غوښتنه تر هغې وروسته کېږي، چې د اسرائیل د پوځ مشر چارشنبه خپلو پوځیانو ته سپارښتنه وکړه، چې د “دښمن خاوره کې” احتمالي ځمکنيو عملیاتو ته چمتو واوسي.
جنرال هېرزي هالېوي اسرائیلي ځواکونو ته وویل “تاسې مو په سرونو د جټ الوتکو غږونه اورئ؛ موږ ټوله ورځ بریدونه وکړل. دا هم ستاسې احتمالي ورننوتلو ته د زمېنې برابرولو او هم د حزبالله د کمزوري کولو دوام لپاره دي.”
هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې اسرائيلو د چارشنبې پر ورځ وویل، په لومړي ځل یې د حزبالله لخوا پر تلابیب توغول شوي توغندي شنډ کړي دي.
نور ولولئ: پر لبنان د اسرائیلو سایبري حمله؛ د پېچرونو په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي
نور ولولئ: اسرائیلي پوځ: په لبنان کې مو په هوايي برید کې د حماس مهم قوماندان وژلی
د اسرائیل د پوځ لوی درستیز هم همدې ته په اشارې ویلي “نن حزبالله د خپلو توغندیو واټن پراخ کړی، او دا نن وروسته به ډېر ځواکمن ځواب ترلاسه کړي. ځانونه چمتو کړئ.”
لبنان ته د اسرائیلي ځواکونو د ننوتو ویره
هغه زیاته کړې، د دوی هدف روښانه دی او هغه دا چې د اسرائیل شمال ته د بېځایه شویو خلکو ستنېدل خوندي کړي.
جنرال هالېوي د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره د “دښمن خاورې” او هغو کلیو ته د ورننوتلو خبره کړه، چې د نوموړي په وینا حزبالله د سترو پوځي مورچو په بڼه برابر کړي دي.
که څه هم د اسرائیل د لوی درستیز له دغو څرګندونو په زغرده ښکاري چې لبنان ته د اسرائیلي ځواکونو د ورننوتلو شونتیا شته، خو پنټاګون وايي دا ګام ‘نږدې’ نه ښکاري.
د امریکا د دفاع وزارت یوې ویاندې سابرینا سنګ رسنیو ته ویلي، “د ځمکې له لارې ننوتلو یا ځمکني یرغل په اړه باید اسرائیلیان وغږېږي. موږ قطعآ نه غواړو داسې عمل وګورو چې په سیمه کې تر دې د لا ډېرې ترینګلتیا لامل ګرځېدای شي.”
اغلې سنګ زیاته کړه، متحد ایالتونه “د یوې تمام عیاره جګړې مخنیوي لپاره دېپلوماتک حل” غواړي.
هغه پر دې هم ټینګار کړی چې د امریکا پوځ له اسرائیلو سره په لبنان کې عملیاتو ملاتړ لپاره استخباراتي مالومات نه شریکوي.
هممهاله سپینې ماڼۍ بیا ویلي، چې ولسمشر جو بایډن له خپل فرانسوي سیال اېمانېول مکرون سره لیدنه کې د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د اوربند پر هڅو خبرې کړې.