نړیوال خبرونه

امریکا: ترکیې ډاډ ورکړی چې د کابل هوايي ډګر د امنیت مدیریت به په غاړه واخلي

امریکا: ترکیې ډاډ ورکړی چې د کابل هوايي ډګر د امنیت مدیریت په غاړه اخلي. د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار «جیک سلیوان وایي، د ترکیې او امریکا د ولسمشرانو تر منځ ناسته کې هوکړه شوې چې ترکیه به د کابل هوایي ډګر د امنیت په خوندي کولو کې رهبري کوونکی رول لوبوي.

سلیوان په واشنګټن کې يوې خبري ناستې ته خبرو کې وویل چې د ناټو د سرمشریزې ناستې په څنډه کې د اردوغان او بایډن تر منځ د لیدنې په مهال ترکیې هوکړه کړې چې د کابل هوایي ډګر د امنیت په خوندي کولو کې رول لوبوي؛ خو دده له قوله، له روسيې څخه د دفاعي سیسټم د اخیستلو موضوع لا هم د دواړو هیوادونو تر منځ ناحله پاتې ده.او هیڅ ډول نتیجې ته سره ندي رسېدلي.

erdogan and biden

د هغه پر وینا ملاقات کې د دواړو خواوو د ژمنتیا له مخې هوکړه وشوه، چې ترکیه به په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت په خوندي کولو کې رهبري کوونکی رول لوبوي، او اوس موږ په دې برخه کې کار کوو، چې څنګه کولای شو، یاده هوکړه اجراء کړو.ښاغلی بايډن او اردوغان روانه اوونۍ په بروکسل کې د ناټو سازمان د کلنۍ غونډې په څنډه کې ولیدل.

ددې ناستې جزئيات که څه هم رسنیز نشول؛ خو د ناستې تر پيلېدو وړاندې اردوغان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر د امنیت خوندي کولو ته چمتووالی وښود.طیب اردوغان وویل، چې که د ناټو مالي او لوژستیکي ملاتړ دوام پیدا کړي،

نو ترکیه چمتو ده د کابل هوايي ډګر امنیت خوندي کړي.ورته وخت طالبانو بیا ګواښ کړی، چې که ترکیه د دوحې له تړون سره سم خپل عسکر له افغانستانه ونه باسي، نو د نورو «اشغالګرو» عسکرو په څېر چلند به ورسره وشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button