سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر سفر او افغانستان

په تېرو اتو کلونو کې د پاکستان د لوی درستیز لومړنی سفر دی چې امریکا ته یې کوي

امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د اووه ورځني سفر په لړ کې، هغه د چهارشنبې په ورځ د امریکا له دفاع وزیر لوید استین سره ولیدل.

صفدر سلېمانخېل افغانستان پښتو انټرنیشنل ته یوه مقاله کې لیکي اته کاله پخوا د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې د پاکستان د هغه وخت لوی درستیز جنرال راحیل شریف په داسې حال کې واشنتګن ته تللی و چې د امریکا له ځینو ګیلو سره سره، پاکستان د امریکا لپاره تر اوس مهم و، ځکه هغه وخت امریکایي عسکر په افغانستان کې وو او امریکا دې ته اړتیا لرله چې پاکستان له ځان سره وساتي.

په هغو کلونو کې به کله کله امریکایانو په پاکستاني لوري تور لګاوه چې له تروریزم سره په جګړه کې دوه ګونې لوبه کوي، مګر پاکستان له لویه سره د دغو تورونو ډېره پروا نه کوله، ځکه په دې پوهېده چې د افغانستان په جګړه کې یې د لویدیځ لپاره ستراتیژیک اهمیت خورا زیات دی.

نور ولولئ: اصف منیر: موږ ته کډوال نه پاکستان مهم دی او داخله وزیر وايي، افغان کډوال خامخا باسي

اوس که څه هم پاکستان د دوه ګونې لوبې ګیلې نه اوري مګر په دې هم پوهېږي چې د پخوا پرعکس، د امریکا او ناټو لاس ورلاندې نه دی. نن سبا که هر څو د امریکا او پاکستان په روابطو کې ستونزې نه لیدل کېږي مګر په دې اړه هم څه وضاحت نشته چې دغه روابط به سبا ته څنګه وي؟ او په اینده کې به څومره تاوده وي؟ ځکه له لویه سره د اسیا په دې سیمه کې د امریکا دلچسپي د پخوا په اندازه پاته نه ده.

پر دوه اړخیزو بالقوه همکاریو خبرې شوې

د چهارشنبې په ورځ د ښاغلي استین او جنرال منیر له ملاقات وروسته د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل چې دواړو لوریو د سیمه ییزو تحولاتو او دوه اړخیزو پوځي باالقوه همکاریو په اړه خبرې وکړې.

په سیمه ییزو مسایلو کې د هند او پاکستان له رانژدې کېدونکو عمومي ټاکنو نیولې د غزې تر جګړې پورې ډېر څه راتلای شي، خو د پاکستان لپاره په امنیتي لحاظ تر ټولو مهمه موضوعکیدی شي چې د وروستیو میاشتو او اونیو ترهګریز بریدونه وي، هغه بریدونه چې پاکستان پکې د افغانستان طالبانو ته د ملامتۍ ګوته نیسي.

لکه څنګه چې ځینو پاکستاني شناندو ویلي دي، پاکستان امریکا ته دا ویل غواړي چې د دوحې په موافقه کې خو دا راغلي وو چې د افغانستان خاوره به د بل چا په خلاف د ترورستي فعالیتونو لپاره نه استعمالېږي، مګر د افغانستان طالبانو د موافقې دغه شرط نه دی رعایت کړی.

که څه هم امریکا اوس په افغانستان کې پوځي حضور نه لري او د طالبانو اداره په رسمیت نه پیژني خو د دوحې د موافقې د تطبیق په سلسله کې وخت په وخت له طالب لوري سره رابطه نیسي او دغه راز د بشري مرستو لپاره په پر له پسې ډول افغانستان ته پیسې استوي چې د طالبانو اداره ورنه په مستقیم ډول استفاده نه شي کولای.

البته دغهمرستې د افغانستان د مالي ثبات سبب کېږي او په ډېرو مجبورو خلکو باندې د مرستو وېش د انساني فاجعې مخه نیسي چې د انساني فاجعې مخنیوی د طالبانو د رژیم په ګټه هم دی. منظور دا چې امریکاپر طالبانو د فشار اچولو لپاره غیر پوځي ذریعې هم په لاس کې لري او پاکستان طبعا علاقه من دی چې د پاکستاني طالبانو د حملو د کنټرول لپاره په افغانستان کې د طالبانو پر اداره فشارونه زیات شي.

د جنرال عاصم منیر تر سفر له مخه په وروستیو ورځو کې د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي ټام وسټ اسلام اباد ته سفر وکړ او له خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني، لوی درستیز منیر او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره یې ولیدل. په دغو ملاقاتونو کې امریکایي لوري وویل چې امریکا د تحریک طالبان پاکستان د ګواښونو په مقابل کې له پاکستان سره ولاړه ده.

پاکستان هڅه کوي چې د امریکا پام ور واړوي

البته، پاکستان تر نرم دیپلماتیک حمایت ورهاخوا له ترهګرۍ سره په جګړه کې د امریکا د پوځي او مالي مرستو غوښتونکی دی. په پاکستان کې ترورستي بریدونه په داسې حال کې زیات شوي دي چې دغه هېواد له سیاسي او اقتصادي بحران سره لاس ګرېوان دی.

عاصم منیر څه باندې یو کال وشو چې د پاکستان لوی درستیز دی. په دې موده کې پاکستان زیاته هڅه وکړه چې د خپلو اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره مرستې راجلب کړي خو زیات موفق نه و. اوس چې د یوکراین په بحران باندې د غزې بحران هم علاوه شوی دی، دا چانس لا زیات کم ښکاري.

لکه څنګه چې مو وویل، په افغانستان کې د ناټو او امریکا د پوځي حضور د نشتوالي په علت، د پاکستان او امریکا د راتلونکو همکاریو د زیاتېدو په اړه د پخوا پرعکس، په اطمینان سره څه ویل سخت دي او دا هم مشکله ده چې د جنرال منیر سفر دې په دغو روابطو کې نوې ساه پو کړي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ لوی درستیز یې وروستیو پېښو کې افغانان ښکېل وبلل

له امریکایانو او ګڼو عامو پاکستانیانو سره به طبعا دا پوښتنه وي چې کله امریکا د خپلو امنیتي اندېښنو د کمولو لپاره په دوحه کې له طالبانو سره په میاشتو میاشتو خبرې کولې نو د پاکستان حکومت ولې د دغسې خبرو اړتیا محسوس نه کړه؟ ایا پاکستان له افغان طالبانو سره په خپلو اړیکو دومره ډاډه وو چې د خبرو ضرورت یې نه لید؟

که پاکستان فکر کاوه چې په افغانستان کې به د امریکا له وتلو وروسته هم د جمهوري نظام او طالبانو تر منځ جګړه ادامه ومومي او پاکستاني طالبان به دې ته وزګار نه شي چې په پاکستان کې تازه جګړې پیل کړي؟

علت که هر څه و خو په عمل کې وینو چې پاکستاني طالبان د افغانستان له جګړې وزګار شوي او له خپلو جنګي تجربو او وسلو اوس تر بل هر وخت زیات په پاکستان کې استفاده کوي.

له امریکا سره که پاکستان لږ مرسته کوي یا زیاته، خو که د ټي،ټي،پي حملې همداسې جاري وي، دا امکان لرې بریښي چې پاکستان لاس تر زنه کښېني او په افغان طالبانو باندې د نویو فشارونو په لټه کې نه شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button