Uncategorized

امریکا: د فوځیانو د ایستلو لړۍ ٩٥ نوی فیصده بشپړه شوې

امریکا: د فوځیانو د ایستلو لړۍ ٩٥ نوی فیصده بشپړه شوې.د امریکایي پوځ مرکزي قومنداني «سنټکام» وایي، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو لړۍ یوازې پنځه سلنه پاتې ده.چې هغه به هم په نږدې راتلونکي کې بشپړه شي.

د سنټکام لخوا په همدې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستانه د پوځيانو د ایستلو لړۍ په منظم ډول روانه ده او د امریکايي ولسمشر له امر سره سم تر دې دمه ۹۸۴ په نظامي توکو بار الوتکې له افغانستانه وتلې دي او ۱۷۰۷۴ قطعې توکي بیا د لوژستیک ایجنسي ته د ویجاړولو لپاره سپارل شوي دي.

د خبرپاڼې په بنسټ، په عمومي ډول د عسکرو د ایستلو پروسه پنځه نوي سلنه بشپړه شوې.چې هغه به هم ژر تر ژره بشپړه شي د امریکا ولسمشر جوبایډن وعده کړې وه چې زیات شمیر حتا ټول عسکر به د سپټمبر تر ١١ ووځي او افغانستان به د تل لپاره ترک کړي.خو بلخوا بیا ګنګوسی وې چې ښایي یو څه لږ شمېر کسان به د امریکد سفارت د ستانې لپاره پاتې وي.

Image

بلخوا بیا د امریکا د ولسمشر یو بلې پریکړې سره سم ټول امریکايي عسکر د روان میلادي کال د اګست میاشتې تر وروستیو پورې له افغانستانه وځي.ورته مهال د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې په دوام طالبانو بې مخینې پوځي پرمختګونه کړي او د هیواد په شاوخوا دوه سوه ولسوالیو یې ولکه ټینګه کړې.

که څه هم یو خوا جنګونو زور کړی خوبلخوا بیاامریکايي عسکرو تر وتلو وروسته هم بین الافغاني خبرې دوام کوي او لا هم دا هیله څرګندیږي چې بین الافغاني خبرې به یو څه نتیجه ورکړي او د افغانستان د اینده په اړه به یو نتیجې ته هم رسیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button