نړیوال خبرونه

امریکا: د موازي حکومتونو خلاف یو

د امريکا حکومت ویلي، په افغانستان کې د يوه موازي حکومت د جوړيدواو د سياسي لانجو د هوارۍ لپاره د زور کارونې کلک مخالف دي.

دغه اعلان څو ساعته ترهغه وروسته راځي چې محمد اشرف غني چې د ټاکنو کمیسیون له خوا ګټونکی اعلان شوی و، د یوې بلې دورې لپاره پرون د ولسمشر په توګه په کابل کې لوړه وکړه.

سیال یې عبدالله عبدالله چې دغه پایلې نه مني، څنګ ته په ورته ډول د همدغې څوکۍ لپاره مراسم ترسره کړل.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې ويل شوي امريکا پرد ې کار کوي چې د دواړو ترمنځ يو جوړجاړى رامنځته شي.

په بيان کې همدارنگه راغلي چې امريکا د يوه متحده افغانستان غوښتونکې او د سولې لپاره پر خبرو بوخته ده

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دغه بيان کې د يوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو لپاره د ښاغلو غني او عبدالله د ليوالتيا هرکلى شوى دى .

د ولسمشر محمد اشرف غني له پلانونو او ژمنو څخه چې پرون یې د ولسمشر په توګه د لوړې تر ترسره کولو وروسته وکړې، د سولې او پراخ بنسټه حکومت جوړولو تود هر کلی شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په موخه د ولسمشر غني له خوا د خبرو اترو په پار د وره پرانستې ساتل ستایلي او د دې هرکلی یې کړی چې سولې او ټولشمولوالي ته یې لومړیتوب ورکړی.

بیانیه کې راغلي، موږ د لوړې مراسمو پر مهال د ولسمشرغني د خبرو هرکلی کوو چې ویې ویل، د دې لپاره چې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر سر هوکړې ته ورسېږو چې هېواد یو موټی کوي او سولې ته لومړیتوب ورکوي، تر راتلونکو دوو اوونیو به بحث او خبرې اترې روانې وي.

په بیان کې لیکل شوي: موږ په کلکه د هر هغه عمل مخالف یو چې موازي حکومت جوړ کړي او د سیاسي توپیرونو د لرې کولو لپاره له زور کار واخلي.

دا هم زیات شوي چې، د امریکا متحده ایالات په کلکه د یو موټي او خپلواک افغانستان ملاتړی دی او د سولې لپاره په جدي هڅو کې ښکېل دی او د طالب بندیانو خوشې کولو په تړاو یې د ولسمشرغني د حکم د اعلان هرکلی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیان لیکي: موږ د مارچ پر نهمه د ډاکتر عبدالله د بیانیې قدرداني کوو چې سولې او ټولشمولوالي ته یې پر ورته ژمنې ټینګار کړی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په یوه بیان کې ولسمشر غني ته لوړې د مراسمو ترسره کېدو مبارکي ورکړې، ټولو ته د منلو وړ پراخ بنسټه حکومت جوړولو، ملي یووالي، اقتصادي ودې او سولې ته د ښاغلي غني د ژمنې هرکلی کړی

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button