لوبې خبرونه

امریکا د کرکټ تاریخ کی لومړي ځل د شل اوریز نړيوال جام کوربتوب کوي

 امریکا امریکا

امریکا به په لومړي ځل د کرېکټ نړيوال جام کوربتوب کوي چی  د کرېکټ نړيوالې شورا په متحده عرب اماراتو کې د شورا د غړو په مشوره د راتلونکو لسو کلونو لپاره د کرېکټ نړيوالو جامونو وخت او کوربه هېوادونه اعلان کړي.

د دې اعلان له مخې به امریکا او نميبيا به په لومړي ځل د کرېکټ نړيوال جام کوربتوب کوي. د ۲۰۲۴ کال د نارينه وو شل اوريز جام به د امریکا او وېسټ انډيز په ګډ کوربتوب ترسره کېږي. په ۲۰۱۰ کال کې هم په وېسټ انډيز کې د نړيوال جام سيالۍ شوې. له دې اته مياشتې وروسته د ۲۰۲۵ په فبرورۍ مياشت کې به پاکستان د چمپينز ټرافۍ کوربتوب کوی  دا به له ۱۹۹۶ کال رادیخوا  په پاکستان کې د کرېکټ لوی نړيوال ټورنمېټ ټاکل شوې

 چی په ۲۰۲۶ کال په هند او سري لنکا کې د کرېکټ شل اوريزې نړيوالې سيالۍ ترسره شي.

دا هم ولولئ | برتانیه پوځ تورن شوی افغان زندانیان وژلی

د ۲۰۲۷ کال اکټوبر او نومبر مياشت کې به نميبيا په لومړي ځل د زمبابوې او جنوبي افريقا سره په ګډه د کرېکټ نړيوال جام کوربتوب کوی. جنوبي افريقا او زېمبابوې وروستی ځل په ۲۰۰۳ کال کې د دغو سياليو کوربتوب کړی و. په ۲۰۲۸ کال په اکتوبر مياشت کې به د شل اوريز نړيوال جام په استراليا او نيوزيلنډ کې وشي.

 او يو کال څخه  وروسته به هند د جمپينز ټرافۍ کوربه وي. په ۲۰۳۰ کال کې به انګلنډ د ايرلنډ او سکاټلنډ سره يو ځای د شل اوريز نړيوال جام کوربتوب کوي. دا به له ۱۹۹۹ کال رادیخوا  لومړی ځل وي چې ايرلنډ او سکاټلنډ د کرېکټ د يوې سترې نړيوالې سيالۍ کوربه وي. د کرېکټ ۲۰۳۱ نړيوال جام به په اکتوبر او نومبر مياشت په هند او بنګله دېش کې ترسره شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button