نړیوال خبرونه

امریکا له افغانستان سره کرونا مخنیوي لپاره کومک کوي

امریکا له افغانستان سره کرونا مخنیوي لپاره کومک کوي دويي په دې برخه کې ٤٢.٥ ميليونه امريکايي ډالره کومک اعلان کړ امریکا دغه مرسته دې لپاره ووکړه چې افغانستان د کرونا مخنيوي لپاره اقدامات وکړي او کرونا ژرتر ژره له منځه ویسي،

دراپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د امريکا د پراختيايي ادارې يا USAID عمومي مسوول د عامې روغتيا وزارت له سرپرست وزير احمد جواد عثماني سره د خبرو پر مهال د دغه مرسته ژمنه کړې ده.او ویلي دي چې ډېر ژر به امریکا دغه مرسته افغانستان ته وسپاري دويي ویأي د روغتیا وزارت دې دغه فنډ د کرونا لپاره فایده واخلي،

نموړۍ زیاتوي د دې پېسو ١٠.٩ ميليونه ډالر به د روغتيا د نړيوال سازمان له لارې د لابراتوارونو د پراختيا لپاره لګول کېږي او پاتې ٣١.٦ ميليونه به د عامې روغتيا وزارت له لوري لګول کېږي.هغويي د روغتیا وزارت نه وغوښتل چې دغه فنډ دې په شفاف ډول د کرونا مخنيوي لپاره استفاده کړي،

هغه وویل ، چې ١.٦ ميليونه ډالر به هم د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې په بېلا بېلو روغتيايي فعاليتونو لګوي.هغويي وویل چې دغه مرسته به په ایمرجنسي ډول روغتیا وزارت ته وسپاري ځکه افغانستان کې کرونا ورځ تربلې زیاتيړي خو افغانستان سره دومره ګنجایش نشته چې کرونا مخنيوۍ دې په چټکتیا سره وشي،

د يادولو وړ ده چې امريکا له دې مخکې هم د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره افغانستان سره مرسته کړې ده.خو اوس د روغتیا وزارت وايي چې دويي سره دومره تجهیزات نه لري چې کرونا سره دې په جدي ډړل سره مبارزه وشي او دغه مرض مخ په ختمېدو شي،

دا مرستې په داسې مهال کې کېږي چې خلک سر ټکوي د هېواد په روغتونونو کې لا هم لومړني طبي خدمات هم نه وړاندې کېږي او ډېرى هېوادوال له نورو غوښتنه کوي چې خپل ناروغان دې روغتونونو ته نه وړي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان سره د کرونا ویروس نه علاوه هم کومک کړۍ دۍ او لا ېې هم کوي اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید افغانستان خارجې کومکونه په سم ډول ولګوي اوشفافیت پکې مراعت کړي ترڅو افغانستان کې مختلف ترقیاتي کارونه وشي او افغانستان پرمختګ وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button