ټکنالوجينړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

امریکا لویو احتمالي جګړو ته د چمتووالي لپاره د درنو وسلو تولید زیاتوي

د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ لوی درستیز د چهار شنبې په ورځ د مارچ مياشتې ۲۹مه خبرداری ورکړ چې که متحده ایالات له یو ستر قدرت سره په جګړه کې داخل شي، د درنو وسلو استفاده به فوق العاده زیاته وي

جنرال مارک میلي ویلي چې د دې لپاره چې امریکایي ځواکونه د مهماتو له کموالي سره مخ نه شي باید یو لړ اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

دغه جګپوړي امریکایي چارواکي زیاته کړه چې په یوې محدوده سیمه يیزه جګړه کې د اوکرایني ځواکونو د درندو یا متعارفو وسلو مصرف ډیر لوړ دی او له دې څخه باید تجربه واخیستل شي.

د امریکا د وسله وال پوځ عمومي‌ لوی درستیز د دې هېواد د کانګرس استازو مجلس د وسله والو خدمتونو کمیټې ته وویل:”که د کوریا په وچه کې جګړه وشي، یا د روسیې او متحده ایالاتو او یا هم متحده ایالتونو او چین ترمنځ لویه جګړه وشي، د مهماتو د مصرف کچه به فوق العاده زیاته وي.”

نوموړي زیاته کړه: باید ډاډ رامنځته شي چې د امریکا زیرمې د واقعي احتمالي مواردو لپاره چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت مرستیال ګیب کاماریلو تېره ورځ وویل چې امریکا غواړي د توپونو د مرمیو تولید زیات کړي.

جنرال مارک په خپلو خبرو کې د تولید د وړتیا په برخه کې د پانګونې غوښتنه هم وکړه

جنرال مارک د امریکا د اردو د ټولنې په یوې غونډه کې وویل:”موږ د تولید په وړتیا کې پانګونه کوو. ۱.۴۵ میلیارده ډالره، څو ۱۵۵ میلي متري مرمۍ په میاشت کې له ۱۴۰۰۰ څخه د کال تر پایه په میاشت کې ۲۴۰۰۰ زیاتې شي.”

نور ولولئ: متحده ایالت به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د وسله والو ډلو په ځاله بدل شي

نوموړي زیاته کړه، په دې پروګرام کې تر ۲۰۲۸ مالي کال پورې په تولید کې د شپږ ځله زیاتوالی، په میاشت کې د ۸۵۰۰۰ مرمیو تولید شامل دی.

دغه امریکایي چارواکي وویل چې متحده ایالات غواړي د اوږې سر راکټونو د دستګاوو، مهماتو او د هیمارس راکټونو د توغول کیدو د دستګاوو تولید هم زیات کړي.

د اوکراين جګړې او د سعودي عربستان او ايران تر منځ د اړیکو په ښه کیدو کې د چین مداخله امريکا ته ښه خبرونه نه دي او دوی په نورو لارو چارو فکر کولو ته مجبوروي، که څه هم د یوې بلې نړیوالې جګړې احتمال ډېر کم دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button