نړۍ خبرونه

امریکا متحده ایالاتو له ۳۰۰ څخه پر زیاتو روسي ادارو بندیزونه ولګاوه

د امریکا متحده ایالاتو د روسیې پر وړاندې د نوو بندیزونو او دغه هیواد ته د روسیې د مصرفي توکو په پراخه ډولونو د صادراتو د کنټرول خبر ورکړی دی

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:” د امریکا متحده ایالات د جي ۷ (د نړۍ اوه ستر اقتصاد لرونکي)، استرالیا او نورو شریکانو پر روسیې باندې په اوکراین کې د غیرقانوني جګړې له امله نوي بندیزونه لګوي. ننني اقدامات د جي ۷، د مشرانو په غونډه کې د نوو ژمنو پراساس ترسره کیږي.”

نور ولولئ: امریکا روسیه ته د افغانستان پرسرخبردارۍ ورکړۍ

په دغه بندیزونو کې چې د روسیې دفاعي، ټکنالوژۍ، فلزاتو او کانونو سکټور په کې په نښه شوی او له ۲۰۰ څخه زیاتې شخصي شرکتونه، کښتیۍ اود روسیې الوتکې په کې شاملې دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:

“همدارنګه مونږد هغو شرکتونو او افرادو نښه کولو ته دوام ورکوو چې په سیستماتیک او غیر قانوني ډول د اوکرایني ماشومانو په خارجولو او په اوکراین کې په غلا او هم د غلو دانو په غلا کې لاس لري.”

نور ولولئ: د امریکا او اروپا د بندیزونو باوجود روسیې او افغانستان د سوداګرۍ د پراخولو تړون لاسلیک کړ

په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت هم د جمعې په ورځ پر ۱۲۰ شرکتونو او افرادو باندې د هغو درییمګړو شرکتونو په ګډون چې روسیې سره یې د بندیزونو څخه د تیښتې د فعالیتونو په برخه کې مرسته کړې ده ولګول.

د امریکا د مالیې وزارت روسیې ته د مصرفي توکو پراخه صادرات هم بند کړل او په دې برخه کې یې ۷۱ شرکتونه د سوداګرۍ په تور لیست کې اضافه کړل

پر روسیې باندې په نوو محدودیتونو کې هغه توکي هم شامل دي چې کیدای شي د روسیې د پوڅ له خوا ترې کار واخیستل شي.

په بندیزونو کې په نښه شوو شرکتونو کې د الوتکو د پرزو د تولید، د باروتو جوړولو، د ټراکټور جوړولو،موټر جوړولو، د کښتیو د جوړولو فابریکې او د روسیې د مهندسۍ مرکزونه شامل دي.

نور ولولئ: روسیې په خپل ګاونډیو هیوادونو کې د ناټو پر فعالیتونو د سختو بندیزونو غوښتنه کړې

دا اقدامات پر اوکراین باندې د روسیې د برید په غبرګون کې د امریکا د متحده ایالاتو او نورو هیوادونود تازه بندیزونو یوه برخه ده چې د روسیې د صنعتي زیربناو او د جګړې د توان د کمزورې کولو لپاره طرح شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو او ورسره په ائتلاف کې شاملو ۳۷ نورو هیوادونو د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین باندې د روسیې د برید وروسته دغه هیواد پر وړاندې د صادراتو کنټرول او په بې ساري ډول بندیزونه لګولي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button