نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

امریکا وايي، د طالبانو په اړه یې ستراتیژي نه ده بدله شوي

سپینه ماڼۍ وايي د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو د دوی ستراتيژي تغیر نه دی کړی

د امریکا د ملي‌ امنیت شورا وايي،‌ په افغانستان د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو نیت نه لري.‌ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي‌ په نیویارک کې یوې خبرې ناستې ته وویل،‌ د طالبانو په اړه د امریکا تګلاره نه ده بدله شوې.‌

نور ولولئ: امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له بي‌ بي سي سره په مرکه کې ویلي و،‌ د طالبانو په ګډون له ټولو افغان لوریو سره ښکېلتیا ته ژمن دي خو په رسمیت یې نه پېژني او همدا یې تګلاره ده.

څه باندې دوه کاله کېږي چې د طالبانو حکومت پر افغانستان واکمن دی، خو هېڅ هېواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.‌

طالبانو لا هم خپلې ژمنې نه دي پوره کړي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي‌ چې طالبانو خپلې “ژمنې نه دي پوره کړي.” په دوحه کې له امریکا سره د خبرو پرمهال طالب استازو ژمنه کړې وه، داسې حکومت به جوړوي چې د افغانستان د خلکو استازولي وکړي‌ او بشري حقونو ته به درناوی کوي.‌

خو نیوکه کوونکي وايي، د طالبانو په حکومت کې له یوې مخې د خپلې ډلې خلک ګمارل شوي‌ او په کم ساري ډول یې د ښځو د حقونو په ګډون‌ بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.‌

نور ولولئ: د طالبانو او امریکا د خبرو پای؛ امریکا د طالبانو تګلارې ځپونکي بولي

طالب چارواکي بیا تل ادعا کوي چې “د شریعت” په چوکاټ کې یې ټول حقونو ښځو ته ورکړي او ګواکې حکومت کې یې هم د “د ټولو قومونو خلک برخه لري.”

ښاغلی کربي زیاتوي “که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي،‌ باید د حکومتولۍ او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون خپلې ژمنې پلې کړي. هغوی (د طالبانو حکومت) نه یوازې دا چې په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی، په مخالفت کې یې روان دي.”

طالبان بیا وايي چې دوی د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي

د طالبانو حکومت بیا بیا له نړیوال غوښتنه کوي چې د دوی په ټکو د رسمیت پېژندنې لپاره یې شرایط پوره کړي‌ او باید نړیوال یې حکومت ومني.‌ طالب مشران د نړیوال مشروعیت له نشتوالي تل سرټکوي.

نژدې دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کولتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي و،‌ نړۍ کې داسې هېڅ هېواد پیدا نه شو چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.‌

د طالبانو دغه لوړي پوړي چارواکي‌ په ځانګړي ډول پر اسلامي‌ هېوادونو کلکې نېوکې کولې چې د رسمیت پېژندنې په برخه کې د دوی غږ نه اوري.‌

ښاغلی خیرخواه چې ډېر کلونه یې د ګوانتنامو په زندان کې هم تېر کړي، اسلامي‌ هېوادونه ننګولي و، چې د دوی حکومت دې “د اسلامیت” په خاطر په رسمیت وپېژني.‌

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button