اقتصاد او سوداګري

امریکا: څه باندې ۳۰۰ زره کسان پر دندو ګومارل شوي

په امریکا کې څه باندې ۳۰۰ زره کسانو ته کار پیدا کول اقتصاد پوهان حیران کړل

 

په داسې حال کې چې په امریکا کې د رسنیو او سیاستوالو اصلي بحث لاهم د انفلاسیون او د توکو د لوړې بیې په اړه دی، خو په مې کې د کاري فرصتونو د زیاتوالي راپور د امریکا د اقتصاد څارونکي حیران کړل ځکه چې دا له تمې څخه ډیر لوړ هغه وو.

د کارموندنې د رسمي راپور له مخې چې په متحده ایالاتو کې هره میاشت خپریږي، په تیره میاشت کې د یاد هېواد بازار کې ۳۳۹،۰۰۰ نوې دندې اضافه شوې.

د بیکارۍ کچه د اپریل میاشتې پرتله، لوړه شوې او ۳،۷ سلنې ته ختلې

د نویو دندو دا شمېر له اټکلونو او وړاندوینو څخه ډیر لوړ دی او د متحده ایالاتو په بازار کې د کار غوښتنې زیاتېدل د همدې هېواد اقتصاد پوهان حیران کړي دي، ځکه دوی ته په دې وخت کې دا کار خارق العاده ښکاري.

دوی اټکل کاوه، چې د انساني قوې جذب یا ګمارل کېدای شي لا را ټېټ شي، ځکه د متحده ایالاتو د مرکزي بانک لخوا د سود لوړېدل د دې لامل کېږي، چې د پانګونې لګښت لوړ شي. بلخوا بیا له دې سره پانګه وال د ډېرو کارکوونکو له ګمارلو ډډه کوي چې دا په خپله کاري فرصتونه له منځه وړي.

نور ولولئ: امریکا په هوا کې د هوایي ډگر  وړاندیز  تصویب کړه

انفلاسیون، هغه عامل چې د توکو د بیې د لوړېدو لامل کېږي، تېر اپریل کې ۴ اعشاریه ۹ سلنه وه او باید یادونه وشي چې دا په تېرو دوو کلونو کې تر ټولو ټیټه کچه هغه ده. خو بیا هم دا ټېټه کچه انفلاسیون دوه نیم چنده یا دوه نیم برابره له هغه انفلاسیونه لوړ دی چې د امریکا د مرکزي بانک لخوا منل شوی.

په امریکا کې د انفلاسیون کچه

امریکا کې د منل شوي یا عادي انفلاسیون کچه دوه سلنه ده. د متحده ایالاتو د کار وزارت هم په تېره میاشت کې د نویو دندو د شمېر لوړېدل له تمې لېرې بللي دي. د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، چې د حکومت پر واندې یې د اپوزیسیون ډلې اصلي نیوکه د انفلاسیون په لوړې بیې ورټوله ده، د تېرې جمعې پر ورځ (۰۲/۰۶/۲۰۲۳) یې د یاد راپور هرکلی وکړ او دا یې د خپل هېواد لپاره یوه “ښه ورځ” وبلله.

نور ولولئ:سيګار: د امریکا نغدي مرستې کیدای شي د طالبانو لاس ته ورشي

یادو کسانو ته په امریکا کې په داسې وخت کې د کار زمینه برابره شوه چې د تکنالوژي د پرمختګ له امله زیات انسانان خپلې دندې له لاسه ورکوي، ځکه تکنالوژي په کم مصرف او لږ وخت کې زیات کار کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button