ژوند

امریکا په هوا کې د هوایي ډگر  وړاندیز  تصویب کړه

د لومړنيو مالوماتو له مخې دا هوايي ډګر به څلور غټ ماشینونه  به یې لوړ  په هوا کې کنټرولوي

نوموړی هوايي ډګر د شخړې په صورت هغه هېواد ته نږدې ورځي له کوم هیواد سره چې په شخړه  اخته وي؛ یاد ډگر  به د رادار، هوایي پوځ، جټ او څارونکو الوتکو، د الوتکو د رغولو ورکشاپونو، تېل او نور هغه ضروري مواد چې د عملیاتو لپاره ورته اړین وي، مجهز او اماده  وي.

بله ځانګړنه یې دا ده چې نوموړی هوايي ډگر به له ځمکې دومره لوړ پرواز کوي چې له ځمکې څخه د ویشتلو او رانسکورولو خطر به یې هم نه وي

بله مهمه ځانګړنه یې دا ده چې د ناستې او ځغاستې یعني الوتنی لپاره به بیل بیل رن وې (ځغاست لاره) لري ترڅو د ناستې او الوتنی  په مهال  کې پیلوټان له ستونزو سره مخ نه شي او میدان له هر خطر خوندي وه اوسي.

نور ولولئ: د نړۍ پوځي لګښتونه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي

له دې وروسته به یې پوځي جټ الوتکې له فضا په فضا کې الوتنه کوي او مشخص هدف به په نښه کوي

د دغه هوايي ډګر به ځمکې ته د راتګ اړتیا نه وي، د دې کار ګټه یې داسې یاده کړې چې د دښمن په له منځه وړلو کې وخت ضایع نه شي او چټک و صریح عملیات ترسره شي.

دغه هوايي ډګر د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې بيخي نوې خبره ده، له دې وړاندې ډېری هېوادونو داسې کښتۍ جوړې کړې وې چې په هغه بيړيو کې هوايي ډګرونو هم شتون درلود، خو د داسې يوه هوايي ډګر جوړول بيخي نوې خبره ده او ټول دنياوال يې ګوته په غاښ کړي دي.

دغه لويې ټکنالوژۍ او په علمي برخه کې لويې لاسته راوړنې ته امريکا د علم او پوهې پرمټ رسيدلې ده چې د ټولې نړۍ زبرځواک هېواد دی.

د پوځي کارپوهانو په وينا دغه لويه لاسته راوړنه به د نړۍ په پوځي او نظامي برخو کې د بنسټيزو بدلونونو راوستو سبب شي.

دا اوس مهال امريکا په غير مستقيمه بڼه له روسيې سره د اوکراين په جګړه مقابله کوي

امريکا هر وخت اوکراين په مالي او پوځي برخو کې د دوی ملاتړ کوي. د امريکا متحده ايالات دغه جګړې له کبله ډېر مالي لګښتونه کړې دي.

د اوکراين جګړې برخليک لا هم نه دی مالوم خو له دې وړاندې امريکا متحده ايالاتو په قطر، جرمني، افغانستان او ايران کې نظامي مرکزونه درلودل چې پکې لوی هوايي ډګرونه وو او له دې لارې يې سيمه او نړۍ کنټرولوله.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button