نړیوال خبرونه

امریکا: که اړتیا وه افغانستان کې هوای بریدونه ترسره کوو

امریکا: که اړتیا وه افغانستان کې هوای بریدونه ترسره کوو.دامریکا پوځ وايي ښايي د اړتیا په صورت کې په افغانستان کې خپلو هواي بریدونو ته دوام ورکړو.ډیلي د امریکایي پوځي چارواکو له قوله ویلي که د فوځ وتلو وروسته اړتیا وه هوای بریدونه به وکړي.

ډیلي بیسټ د مرکزي قومندانۍ د قومندان جنرال مکنزي له کوله ویلي چې امریکا به افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه له نږدې څاري او که اړتیا یې وه نو د بې پیلوټه الوتکو په واسطه به خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.راپور کاږي، امریکا ویلي چې دوی به د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته هم اجازه ورنه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي.تر دې وړاندې د بریتانیا د دفاع وزیر هم ویلي وو چې که چېرته په افغانستان کې ترهګري وده وکړي نو دوی به بیا هم نظامي اقدام وکړي.

دا په داسې وخت کې ده چې تازه افغانستان ته د امریکاي عسکرو د خوندي ایستلو لپاره بې پیلوټه الوتکې او اضافه سرتېرو د رالېږلو خبره کړې ده.د امریکا پوځ ویلي چې د دوی لسګونه سمندري او ځمکني ځواکونه به د مېشتو سرتېرو د ایستلو لپاره امنیتي تابیاوې ونیسي، څو د ترهګرو له ګواښ سره مخ شي.هلته بیا بریتانیايي چارواکو ویلي چې ښايي طالبان د مې میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته پر بهرنیو ځواکونو بریدونه پیل کړي.

img 20210424 143940

او د جګړې نوی فصل پیل کړي، ځکه په خبره یې، د دوحې د تړون پر اساس باید امریکايي ځواکونه د مې میاشتې کې وتلي وای، خو دوی د دوحې تړون نقض کړ او د سپټمبر میاشت کې یې د ځواکونو د ایستلو خبره کړې ده.د امریکايي ځواکونو وتلو په کور دننه یو شمېر اندېښنې هم پیدا کړې دي او دا وېره موجوده ده چې ښايي افغانستان بیا د ترهګرۍ په مرکز بدل شي،

خو امنیتي ځواکونو او افغان حکومت بیا خلکو ته اطمنیان ورکړی چې ترهګرې ډلې به هېڅلکه افغانستان بیا د ترهګرۍ په مرکز بدل نه کړي او سخت به یې وځپي.مالومه نه ده چې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به طالبان پر امریکايي ځواکونو بریدونه پیل کړي او که نه، خو دغه ډله بې باوره ډله بلل شوې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button