نړیوال خبرونه

امریکا کې به تودوخه تر ټولو خطرناکې درجې ته ورسېږي

راتلونکې اوونۍ به د امریکا په سویلي سیمو کې د تودوخې درجه خطرناک حالت ته ورسېږي

نژدې نیمايي ‌امریکایان – چې شاوخوا ۱۱۳ میلیون خلک کېږي، اوسمهال له فلوریډا نه تر کلیفورنیا او واشنګټن ایالت پورې د تودوخې اخطارونه ترلاسه کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د هوا پېژندنې ملي ادارې له خلکو غوښتي چې د خلکو ژوند ته خطرونه کم ونه ګڼي.

تېره ورځ، د اریزونا ایالت فینیکس کې د ۱۱۸ درجې فارنهایټ (۴۸ درجې سانتي ګراده) د ټولو وختونو لوړه کچه ثبت شوه.

د ریکارډ تر کچې د تودوخې درجه

دا په دې معنا ده چې د تودوخې درجه په پرله پسې ډول د ۱۶ ورځو لپاره ۱۱۰ درجې فارنهایټ (۴۳ درجې سانتي ګراد) ته رسېدلې چې دا پخپله تقریباً یو ریکارډ دی.

نور ولولئ: تازه څېړنې په ډاکه کوي چې په اسیا کې هوا توديږي

هلته ګرځنده کلینیکونو ویلي چې د دریمې درجې سوځېدنې له کبله د بې‌سرپنا خلکو درملنه کوي.

اټکل کېږي په کلیفورنیا کې د “مړینې دره”- چې په ګرده نړۍ کې یوه له ګرمو سیمو ده- تودوخه ۱۲۹ درجې فارنهایټ (۵۴ درجې سانتي ګراد) ته ورسېږي، چې پر ځمکه د اعتبار وړ ثبت شوې تر ټولو لوړې درجې ته نژدې ده.

د هوا پېژندنې ملي ادارې ویلي، د یکشنبې ورځې د تودوخې درجه د سان خواکین دره او مو هاوي صحرا او لوی حوض سیمو کې د ریکارډ په کچه ثبت شوې ده.

دې ادراې د شنبې په ماښام وویل، د تودوخې درجه “روغتیايي خطر جوړوي او د هغو خلکو لپاره احتمالي وژونکې کېدلی هم شي چې فعال یخوونکی سیستم نه لري”.

په اقلیم باندې د کاناډا د ځنګلونو سوځېدنې اغېز

په ګاونډ کاناډا کې چارواکي وايي، د لوړې تودوخې له کبله ځنګلي اورونو – چې له متوسطې کچې لوړ شوي- د امریکا ځینې برخې په لوګي پټې کړې دي او تر اوسه یې نژدې ۱۰ میلیون هکټاره ځمکه سوځولې ده او د هوا په ګرمېدو نېغ اغېز لري.

نور ولولئ: پاکستان کې د سختې ګرمۍ له امله ۲۲ کسان مړه شوي

د هوا پېژندنې ملي ادارې وړاندې ویلي وو، د امریکا په سوېل لوېدیځ کې تودوخه د فشار د کچې لوړېدو له کبله ده چې معمولاً ګرمه هوا ورسره مله ده او دا تودوخه د ګرمۍ تر ټولو قوي څپې لري چې سیمه یې اغېزمنه کړې ده.

په لاس ویګاس، نیواډا کې ښايي په راتلونکو لږو ورځې کې د تودوخې درجه تر ټولو لوړې کچې (۱۱۷ فارنهایټ (۴۷ درجو) ته ورسېږي.

د صنعتي فابریکو د ډېرېدو له امله هم د هوا ګرمېدو سبب ښودل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button