کورني خبرونه

امریکا یو ځل بیا د افغانستان کنګل شویو پیسو نه انکاری شوه

 افغانستان  افغانستان

امریکا طالبانو ته د افغانستان میلیاردونو ډالرو پولي زېرمې له ور سپارلو بیا انکار کړی .د امریکا د مالیې وزارت یوه مرستیال ویلي چې پر طالبانو د بندیزونو روان ساتل اړین دي خو  افغانانو ته باید د بشري مرستو د رسولو لپاره قانوني لارې ولټول شي.

طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو دا زېرمې دې ورکول شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي   خو   د طالبانو له دې سره  اوس مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مسکو له چین او پاکستان سره په همغږۍ له افغانستان سره د مرستو نه د حکومت په رسمیت پېژندنې ته لا چمتو  دی دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې ټاکل شوې نن په مسکو کې د افغانستان په اړه  غونډه تر سره شي خو امریکا په کې ګډون نه کوي.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

د افغانستان بانک د پیسو زېرمې لویه برخه د امریکا په متحده ایالتونو کې ساتل کېږی طالبان دا ځل واک ته تر رسېدلو وروسته له بېلابېلو ډیپلوماتیکو چینلونو  کوششونه  روان کړی  چې امریکا قانع کړي افغانستان  ته  تر ۱۰ میلیارد ډالرو ډېرې پیسی وسپاری خو د امریکا د مالیې وزارت مرستیال وايي چې په روان حالت کې به د طالبانو حکومت پرې نږدي چې ساتل شوی پیسی ورکړی د امریکا د مالیې وزیر مرستیال واللي ادېیېمو د امریکا د سنامجلس بانکدارۍ کمېټې ته ویلي:

زموږ هدف دا دی چې د طالبانو پر حکومت او حقاني شبکې خپل بندیزونه ولګو  خو هم مهاله د اجازه ورکړل شویو بشري مرستو بهیر هم روان وساتو ښاغلي ادېیېمو ویلي چې د بشري مرستو رسوونکو ډلو ته یې په ښکاره ویلي

چې د بندیزونو له په پام کې نیولو سره واشنګټن کوشش کوي چی  د مرستو  رسولو بهیر کې آسانتیاوې برابرې کړي خو طالبان یې باید په هېواد کې دننه زمېنه برابره کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button