Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

امریکا یو ځل بیا د طالبانو هر ډول په رسمیت پیژندل رد کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو د سرپرستې ادارې په رسمیت پیژندل په بشپړه توګه له بحث څخه بهر دي

پټېل دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد د اپرېل په ۱۷ مه د امریکا په پرنسټن پوهنتون کې په یو سیمینار کې له طالبانو سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه د یو کنفرانس په جوړولو غور کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې د دوشنبې په ورځ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې راغونډې شوې او د افغانستان په اړه د ویانا په دوهم کنفرانس کې یې ګډون کړی.

نور ولولئ: د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په اختریز پیغام کې ویلي د اسلام پر سر به هېڅ جوړ جاړی و نه کړي

تر اوسه د دغه کنفرانس د بحثونو جزییات نه دي خپاره شوي، خو تر دې مخکې د افغانستان د مقاومت جبهې اعلان کړی و چې د دغه کنفرانس تمرکز د سیاسي، مدني او پوځي خوځښتونو او د طالبانو د مخالفو فعالانو ترمنځ د باور پر پیاوړتیا او همداشان د افغانستان د ازادۍ لپاره د مقاومت دوام او پراختیا، پر طالبانو او د هغوی پر پلویانو د فشارونو زیاتول او له اوسني کړکېچ څخه د وتلو د طرحې جوړول دي.

ویدانت پټیل د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه د دوحې او ویانا د کنفرانسونو کې د بحث پر مسایلو خبر نه دی، خو ټینګار یې وکړ چې متحده ایالاتو د طالبانو د هر ډول په رسمیت پیژندلو موضوع د میز له مخ څخه لرې کړې ده

پټېل زیاته کړه چې د طالبانو په اړه د امریکا دریځ په ټولیز ډول څرګند دی. د هغه په وينا، طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې کړې دي. پټېل زیاته کړه چې د بشري حقونو سرغړونې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه د طالبانو په رسمیت پیژندلو کې یو لوی خنډ دی.

نور ولولئ: افغانستان د ګاونډیو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ د طالبانو پلاوی ازبکستان ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه مقام همداشان وویل چې طالبانو ښځې او نجونې چې د افغانستان د نفوس نیمایي نفوس جوړوي، په ټولنه او اقتصادي فعالیتونو کې له ګډون څخه بې برخې کړي او دا کار د افغانانو د سوکالۍ او پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی.

د افغانستان سره د امریکا بشري مرستې

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره امریکا له افغانستان سره تر ټولو زیاتې بشري مرستې کړي چې مجموعي ارزښت یې له یو میلیارد ډالرو څخه زیات دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button