نړیوال خبرونه

امنیت شورا: تېره هفته په ۱۹ کالو کې تر ټولوزیاته خونړۍ هفته وه

د هېواد دامنیت شورا وايي، تېره هفته وسله والو طالبانو په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ حملې کړي دامنیت شورا وايي دا په تېرو ۱۹ کلونو کې ټولو نه زیات خونړۍ هفته وه، د دغه شورا ویاند چاوید فیصل ویلي چې په تېره هفته کې ترټولو زیات افغان ځواکونه هم شهيدان شوي دي،

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په ټويټر اکاونټ کې لیکلي “په تېره هفته کې ۲۹۱ تنه افغان امنیتي او دفاعي ځوکونه شهیدان شوي او ۵۵۰ نورزخمي دي. فیصل زیاته کړه چې د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه د طالبانووعدې بې مانا دي او “کړه وړه” یې له سولې راوستلو کې سم نه معلوميږي .تېره شپه هم وسله والو طالبانو د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ جرباشي سیمه کې د پاڅون کوونکو پر پوستې بریدونه کړې او ۵ تنه پاڅون کوونکي یې وژلي او درې تنه زخمیان دي،

د تخار ولایت د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، وړمه شپه هم وسله والو طالبانو د دې ولایت په چاه اب او نمک اب ولسوالۍ ۲۰ فوځیان وژلي او ۱۳ نور یې زخمیان کړي دي. طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.تېره ورځ یوناما خپل تازه رايور کې په افغانستان کې دکرونا ناروغۍ له رامنځته کېدو راهیسې پر روغتیايي مرکزونو حملو په اړه ژوره خفګان ښودلې وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز د دې راپور د موندنو په اړه ویلي چې د داسې اعمالو لپاره هیڅ توجیه نشته؛ او دعامو خلکوخوندیتوب او هوساینه باید یواولیت وي.په ورته وخت کې د افغانستان د امنیت شورا تېره یکشنبه ویلي وو، په تېره یوه اونۍ کې په ۱۸ ولایتونو کې د طالبانو د تاوتریخوالي په پایله کې لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.

د یادې شورا ویاند جاوېد فیصل وایي، طالبان د افغان وګړو په وړاندې د تاوتریخوالي کمولو او د سولې لپاره د کارکولو ژمنو کې پاتې راغلي دي.خو طالبانو د ملي امنیت د شورا د ویاند دا وروستۍ څرګندونې پروپاګند بللې دي.

یادې ډلې تل د ملکي مرګژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو او افغان حکومت رپوټونه رد کړي او ټینګار کوي چې دوی د ملکي کسانو د مرګژوبلې مخنیوي لپاره ځانګړی مېکانیزم لري.دويي دغه بریدونه په دولت راړولي وو او ویلي وو چې مونږ په ماشومانو او نورو عامو وګړو باندې حملې نه کوو او نه ېې مونږ زمه واري اخیستې ده دغه حملې د دولت لخوا کيږي باید بیانونو کې احتیات وشي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې طالبان باید سم په خپله وعده پوره پوره عمل وکړي څکه طالبانو چې کله د سولې هوکړه لیک د امریکا سره لاسلیک کړ نو دا ژمنه ېې کړې وه چې مونږ به په عامو وګړو برید نه کوو بلخوا دولت هم باید امنیت تامين لپاره سم اقدامات وکړي ترڅو د افغانستان خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي او د پردي جنګ ښکار نشي د دې ترڅنګ علما هم باید په دې برخه خپل رول ولوبوي ترڅو افغانستان کې با سباته سوله راشي،

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button