سات تيرينړیوال خبرونه

اميتاب بچن: ګرځبندېز کې مې ډېرڅه زده کړل

د هندوستان سينما مشهورهنرمند اميتاب بچن ویلي، چې ګرځبندېز هغه څه رازده کړل، چې د ژوند په تېرو ٧٨کلونو کې ېې نه دي زده کړي. له دغه وخت نه ډیره زیاته فایده واخی هغه زیاته کړه چې هر هغه څه مې زده کړل چې تر اوسه مې په ژوند کې نه وو زده کړي.

د ټولنيزو رسنيو په انسټاګرام اميتاب بچن خپل دوه عکسونه خپاره کړي دي، چې يو عکس يې د ځوانۍ دى او بل عکس يې تازه د اوسني وخت دى. له دې عکس سره نوموړي ليکلي دي، چې دې ګرځبندېز زه د زده کړې او پوهې قابل کړم، هغه څه چې ٧٨ کلونه يې زه له زده کړې او پوهې څخه بې برخې وم.


اميتاب بچن په خپل پوسټ کې ليکلي دي، د ګرځبندېز پر مهال د نويو شيانو د زده کولو پايله دا راوتلې ده چې زه اوس رښتياو ته مخامخ کېدى شم او په اسانۍ سره رښتيا ويلى شم. له دې مخکې اميتاب بچن خپل دوه نور عکسونه هم خپاره کړي و، چې يو عکس يې د ٤٤ کاله پخوا جوړ شوي فلم (کبهي کبهي) او بل عکس يې د اوسني فلم (ګلابو سيتابو) و.


له دې عکسونو سره نوموړي د خپل پخواني وخت يادونه ليکلي و او ويلي يې و چې يو عکس يې ٤٤ کاله پخوانى دى چې هغه مهال يې په سرينګر کې د خپل فلم (کبهي کبهي) د (کبهي کبهي ميرى دل مين خيال اتا هى) سندرې ثبت کاوه او دويم عکس يې د نوي فلم (ګلابو سيتابو) دى، چې د (بن کى مداري کا بندر) د سندرې د ثبت پر مهال اخيستل شوى دى.

نوموړي همدا راز د ياد پوسټ په پاى کې ليکلي و: ((څه و او څه يې رانه جوړ کړل.))

د یادونې وړ ده چې کرونا ویروس بو وبايي ناروغي ده او ډیر ژر نورو خلکو ته انتقاليږي نو مونږ ټول هیوادوال باید د نورو خلکو لپاره او څان د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کوشش وکړو او ډیر تګ راتګ نه ډډه وکړو لاسونه پرمينځو او یو بل سره فاصله وساتو

دا هم باید یاده کړو چې لکه څنګه چژ امیتاب بچن د دغې الک ډاون یا ګرځنبندیز نه فایده واخیسته باید ټول هیوادوال هیوادوال دغه وخت نه فایده واخلي هیوادوال کولۍ شي چې ورزش وکړي په فارغ وخت کې مطالعه وکړی او یا هم انلاین زدکړو نه ګټه پورته کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button