لوبې خبرونه

اولمپیک نړیواله کمیټه افغان ورزشکار لوبغاړو سره مالي همکاری کوي

اولمپیک نړیواله کومېټه له افغان ورزشکار لوبغاړو  سره مالي مرستې کوي  چی د اولمپیک نړیواله کمیټه  له افغانستان نه   د نژدې ۳۰۰ ورزشکار  لوبغاړو  ایستلو له همغږۍ څخه  وروسته ویلی  په هېواد کې له پاتې شوی  ورزشکار لوبغاړو  سره مالي مرسته کوي.

د اولمپیک نړیوالې کمیټی  مسوولینو  ویلی  چی په افغانستان کې له پاتې ورزشکار لوبغاړو  سره به د ژمي له راتلو  له امله  نژدې ۵۶۰ زره ډالره مرسته وکړي. د اولمپیک نړیوالې کمیټی  مشر توماس باخ په اړه  ویلی زموږ د محتاطانه پالیسۍ له برکته طالبان د اولمپیک کمیټی  هغو لوبغاړو  لپاره چې اوس مهال  په افغانستان کې پاتې د اولمپیک کمېټې له اړخ  لیږل شوی  مرستو ته اجازت  ورکوي او هرکلی یې کوي. نوموړی  باخ د اولمپیک نړیوالې کمیټی  اجراييه پلاوي له دوه ورځنۍ غونډې  څخه وروسته دا ښکاره  کړې.                                   

نور یی ولوله | نیوزیلنډ د ځوانانو لپاره د سګرېټو پر پېر او پلور بندیز لګوي

د  یادونی وړ ده  چی  غونډه کې د نژدې دوه زره افغان ورزشکار  لوبغاړو  لپاره چې د اولمپیک او پارااولمپيک غړي دي د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمشنرۍ له اړخ  د ۵۶۰ زره ډالرو مرسته منظوره شوې د یادونې وړ  ده  چې د تېر اګست میاشت کې چې افغانستان طالبانو  د واکمنۍ څخه وروسته  نژدې ۳۰۰ افغان ورزشکار لوبغاړی  او  روزونکي او د سپورت چارو کارکوونکي له افغانستان څخه  ایستل شوي د دې وګړو  لپاره د اولمپیک نړیوالې کمېټې له بېلا بېلو غړو هېوادونو  سره د بشر دوستانه مرستی ترڅ کې د سفر ویزې لاسته راوړی .

افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته  هر سپورټ  برخليک هم تیت  او ناروښانه بلکه پای ته رسیدلی . له دې وړاندی  د نهو افغان سوکوهونکو يوه ډله او د دوی روزونکی او د افغان سوکوهنې فدراسيون يو جګپوړی چارواکی هم د سوکوهنې له یوې نړيوالې سیالۍ څخه وروسته د پناه  اخیستلو  په  سربیا کې پاتې.

دا سیالی  چې د نومبر پر ۶ مه نیټه بېلګراډ کې پای ته ورسېده، د افغان سوکوهنې دا ۱۱ کسيزه ډله هم ورسره سربيا کې پاتې شوه د افغان سوک وهونکو ډله اوس مهال  وايي غواړي داسې ځای کې وي چې د سياليو لپاره ځان چمتو  کړی او هم له وېرې پرته ژوند او استوګنه ولري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button