ژوند او ټولنهنړیوال خبرونه

اوچا وايي افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه خلک د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د اوبو په زیرمو د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه ویلي چې د اقلیم بدلون په دغه هیواد کې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته کړې ده

اوچا د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه کسان د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.

اوچا لیکلي:”د اقلیم بدلون په افغانستان کې اوبو ته د خلکو لاس رسی کموي. د هغو کورنیو شمیر چې د اوبو کمبود یې تجربه کړی په ۲۰۲۲م کال کې ۶۰ فیصدو ته رسیدلی دی، په ۲۰۲۱ کال کې دا اندازه ۴۸ فیصده وه. د اوبو او حفظ الصحې د بحران د بدلون او د خدمتونود چټکتیا لپاره په روان ۲۰۲۳م کال کې شاوخوا ۴۷۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.”

کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر د مې مياشتې په اوومه په افغانستان کې د اقلیم بدلون د اغیزو د ارزولو لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه

ددغې غونډې برخه والو وویل چې د اقلیم اغیزې به په دغه هیواد کې د نورو ستونزو او ننګونو ترڅنګ پر خلکو د نور فشار سبب هم شي.

کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر د خپل ټویټر په پاڼه په یو راپور کې ویلي و چې افغانستان د نړۍ په هغو څلورو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله مخ په زیاتیدونکي ډول د بشري او طبیعي ناورینونو سره مخ دی.

نور ولولئ: اوچا: په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي

ارپايي ټولنې لیکلي: “د اقلیم بدلون پرمونږ ټولو اغیز کوي، خو افغانستان ددغه بدلون ترنورو ډیر زیانمنوونکو هیوادونو کې شامل دی او د ۱۸۱ هیوادونو په نوملړ کې یې ۱۷۶ ځای نیولی دی. ډیر پرله پسې ناورینونه لکه وچکالي او سیلابونه به د افغانانو ژوند لا د ګواښونو سره مخ کړي.

اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د اوږدو لسیزو جګړو او د وروستیو کلنو پرله پسې وچکالۍ ته په اشارې ویلي چې د پرله پسې وچکالۍ دوام دا ښيي چې د اقلیم بدلون له وړاندې د افغانانو په ژوند ناسمې اغیزې کړي دي.

د ملګرملتونو د راپور له مخې د افغانستان اکثره برخې د تیرو دریو کلنو پرله پسې وچکالۍ د اغیزو سره مخ دي

وچکالۍ له امله ددغه هیواد په جنوب لودیځو، شمالي او جنوبي سیمو کې د ځمکې لاندې د اوبو زیرمنې کمې شوي او د کابل په ګډون په ټول هیواد کې د ځمکې لاندې اوبو زیرمې د ځمکې ژورو برخو ته رسیدلي دي.

د چاپیریال د ساتنې کارپوهان په افغانستان کې د سختو سیلابونو راوتل او په سیلابونو کې خلکو ته د سر او مال د زیان رسیدل هم د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله ګڼي او وايي چې په دغه هیواد کې د اوږدې وچکالۍ له امله د چاپیریال ساتنې مسایلو ته ډیره پاملرنه نه ده شوې.

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې هر کال له دوو سوو زرو څخه زیاتو کسانو ته په طبیعي پیښو کې زیان رسیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button