اوکراین کې د مسکو په ملاتړ د چینايي سرتیرو نیول کېدل

اړوند خبرونه:
متحده عربي اماراتو په ۲۲۳ سیالو شاخصونو کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ
د متحده عربي اماراتو بهرنۍ مرستې له ۱۹۷۱ راهیسې ۳۶۰ ملیارد درهمو ته ورسېده
د پاکستان او طالبانو تر منځ د عربي متحده اماراتو منځګریتوب
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې په ملاتړ جنګېدونکي سرتیري په اوکراین کې اوکرایني ځواکونو نیولي دي.
د یاد هېواد ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي ادعا کړې، چې دغه هېواد ځواکونو په ختیځ اوکراین کې د روسیې په ملاتړ جنګېدونکي دوه چینایان نیولي دي.
زېلېنسکي نن(چهارشنبه، د اپرېل ۹مه) پر خپله اېکسپاڼه د یوه چینايي سرتېري ویډیو خپره کړې او ورسره یې، لیکلي، کېیف معلومات لري چې جګړه کې د روسیې په ګټه نور چینايان هم پر جګړه بوخت او ښکېل دي.
سربېره پر دې اوکراین د دې ادعا هم کړې چې د «پیونګ یانګ» سرتیري د روسیې د لوېدیځې کرسک سیمې په ځینو برخو کې د اوکرایني ځواکونو سره د مبارزې لپاره ځای پر ځای شوي دي.
هغه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په اشارې سره لیکلي: «د روسیې له لوري د چین او نورو هېوادونو سره یوځای په مستقیم یا غیرمستقیم توګه د اروپا په دې جګړه کې ښکېلتیا دا روښانه کوي چې روسیه د جګړې پای ته رسولو پرځای بله اراده لري.»
د یادونې ده چې تراوسه په دې اړه بېجینګ کوم غبرګون نه دی ښوولی.