افغان کډوال

شکنجه شوي افغانان؛ کډوال ادعا کوي د ترکیې ځواکونو د شکنجې له امله ۲۰ تنه مړه او ۱۱ نور معلول شوي

شکنجه شوي افغانان ادعا کوي چې د ترکیې امنیتي ځواکونو تر نیولو وروسته له سخت چلند، وهلو ټکولو او یخنۍ سره مخ شوي، چې د دوی په وینا، د همدې پېښو له امله ۲۰ افغان کډوال مړه شوي او ۱۱ نور د یخ وهلو له کبله د خپلو لاسونو او پښو له لاسه ورکولو ته اړ شوي دي.

د بي بي سي د راپور له مخې، ۱۲ افغان کډوالو، چې یو یې ۱۳ کلن ماشوم هم و، ویلي چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې له شاوخوا ۵۰ نورو افغانانو سره د ایران له لارې د ترکیې وان ولایت ته اوښتي وو، خو د ترکیې سرحدي ځواکونو ونیول. شکنجه شوي افغانان

شکنجه شوي افغانان: «چند ورځې مو په ګودام کې وساتلو»

د دغو شکنجه شويو افغانانو په وینا، تر نیول کېدو وروسته څو ورځې په یوه ګودام کې ساتل شوي، یوازې وچه ډوډۍ او اوبه به ورکول کېدې او سخت فزیکي کارونه به پرې ترسره کېدل.

دوی ادعا کوي چې وروسته د اوسپنیزو میلو په وسیله وهل شوي، لاسونه یې تړل شوي او جامې او بوټان یې ترې ایستل شوي دي. د دوی په خبره، وروسته د منفي ۱۵ درجې سانتي‌ګراد په یخنۍ او درنې واورې کې د ایران پولې ته نږدې خوشې کړل شول. شکنجه شوي افغانان

د کډوالو په وینا، سختې یخنۍ، لوږې او واورې د ګڼو کسانو ژوند واخیست.

یو افغان: کله مې سترګې خلاصې کړې، دواړه لاسونه او پښې مې پرې شوې وې

۲۱ کلن شهسوار، چې اوس دواړه لاسونه او دواړه پښې نه لري، بي بي سي ته ویلي چې افغانستان ته تر لېږد وروسته یې په روغتون کې هوښ ترلاسه کړ او هلته پوه شو چې څلور واړه غړي یې پرې شوي دي. شکنجه شوي افغانان

دا هم ولولئ:  د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چین ته په سفر تللی

هغه وایي:

«کله چې مې لاسونه پورته کړل، ډېر سپک احساس مې کړل. وروسته پوه شوم چې دواړه لاسونه او دواړه پښې مې پرې شوې دي.»

د دغو کډوالو په وینا، د ۱۳ کلن دانیال په نوم یو ماشوم هم د سختې واورې پر مهال ورک شو او وروسته یې جسد وموندل شو. شکنجه شوي افغانان

د درملنې ستونزې او افغانستان ته لېږد

د راپور له مخې، ژغورل شوي افغانان بېرته ایران ته اوښتي، خو ادعا کوي چې هلته هم روغتونونو د دوی له درملنې ډډه کړې ده.

وروسته دغه کسان د طالبانو د حکومت د سفارت او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ افغانستان ته ولېږدول شول، خو د ډېری ټپیانو لپاره د یخ وهلو درملنه ناوخته شوې وه.

د ترکیې حکومت ادعاوې رد کړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دغو ادعاوو په غبرګون کې ویلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه د ملي او نړیوالو قوانینو له مخې عمل کوي او له نیول شویو ناقانونه کډوالو سره د نافذو اصولو مطابق چلند کېږي.

دغه وزارت د افغان کډوالو ادعاوې بې‌بنسټه بللې او ټینګار یې کړی چې د نیول شویو کډوالو لپاره اړینې اسانتیاوې برابروي.

د شکنجه شويو افغانانو دا ادعاوې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو کلونو کې د ناقانونه کډوالو د وضعیت او د سرحدي ځواکونو د چلند په اړه د بشري حقونو د بنسټونو له لوري هم وخت ناوخت اندېښنې څرګندې شوې، خو د دې ځانګړو ادعاوو په اړه د دواړو لورو روایتونه یو له بل سره توپیر لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button