سیمه ییز خبرونه

ايران: که د هلمند اوبو کې زموږ حق رانکړل شي له طالبانو سره پر اړيکو به منفي اغېز وکړي

ایراني چارواکو کابل ته شکایت کړی دی

ایران له کلونو راهیسې شکایت کوي چې افغان لوری ورته د هملند له سینده د دغه هېواد منل شوې حق اوبه نه ورکوي. خو په دې وروستیو ورځو کې ایراني چارواکو په دې اړه د کابل په وړاندې له ګوتڅنډنو سره مل شکایتونه کړي

د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د ونډې مسئله نه ده حل شوې

د ایران فارس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرو کې ګواښ کړی که د هلمند سیند اوبو کې د ایران د برخې مسله هواره نه شي نو دا به له افغانستان سره د ایران پر همکاریو منفي اغېز وکړي. دوه ورځې وړاندې ایراني رسنیو راپور وکړی و چې د ایران ولسمشر، ابراهیم رئیسي خبرداری ورکړی چې هېواد یې هلمند سيند کې له خپلې برخې اوبو نه تېرېږي

نور یی ولوله | تاشکند کې د افغانستان په اړه غونډه ترسره کیږي

نور یی ولوله | امام علي رحمان: ښايي په افغانستان کې وضعیت لا خراب شي

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله بي بي سي ته وویل، دوی د ایران حق په رسمیت پېژني خو که سیند کې اوبه نه وي له کوم ځایه یې ورکړي. نوموړی وايي،”کومې هوکړې چې د ايران او افغانستان تر منځ شته، هغو ته افغان لوری ژمن دی. په هغه کې موږ کوم کمی نه ګورو. البته د وچکالۍ له کبله افغانستان کې هم اوبه کمې شوې دي نو له کومه ځايه ايران ته اوبه ورکړو. په توافق کې هم راغلي، هغه مهال به ايران ته اوبه ورکول کېږی چې د افغانستان له اړتيا زياتې وي.

فارس خبري اژانس لیکلي امیر عبداللهیان متقي ته ویلي “که د هلمند اوبو کې د ایران د حق مسله په جديت او چټکۍ هواره نه شي، نو په نورو برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرهمکارۍ به منفي اغېز وکړي. ياد خبري اژانس د امیر خان متقي له قوله لیکلي چې دوی د هلمند اوبو کې د ایران حق ته ژمن دي او چې کافي اوبه وي نو هغه د ایران لوري ته پرېږدي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button