ټکنالوجي

اپل کمپني ایفون ۱۶ او ایفون ۱۶ پلس ماډ‌ل له نوي جورښت سره بازار ته وړاندې کوي

اپل کمپني اعلان وکړ چې ایفون ۱۶ مبایل به مارکېټ ته وړاندې کړي چې له نورو به توپیر لري

اپل کمپني اعلان وکړ چې ایفون ۱۶ له نورو ماډلونو ډېر توپیر لري او تر نورو به یې خصوصیات بېل او ښه وي. دغه نوي بڼه یې ایفون ۱۶ او ۱۶ پلس دي چې ۸ جي بي رېم او اي ۱۶ وایفای لري.

دغه نوی ماډل ایفون به د پروسیسور، ډیسپلې ټوپیر لري او نور خصوصیات یې غوره دي. د ټکنالوژۍ برخې یو کارپوه ويلي چې ددې ایفون امنیتي محفوظیت ته نور پام هم شوی دی. دی زیاتوي چې په نړۍ کې به د امنیت یا سیکیورټي برخه کې دومره محفوظ بل مبایل نه وي لکه دغه ایفون ۱۶ چې دی.

iphone 16 1

دغه کارپوه د یوه پوهنتون لپاره په یوه څېړنه کې ویلي چې په ایفون ۱۶ او ۱۶ پلس کې به ۸ جی بي رېم وي او له ایفون ۱۵ به ډېر قوي او بڼه به یې ښه وي. دغه نوی ماډل ایفون به له ایفون ۱۵ نه په رېم کې دوه جي بي لوړ وي.

د ایفون ۱۶ نورې ځانګړنې

د ایفون ۱۶ بله ځانګړنه داده چې په کارولو کې به تر نورو تېز او ښه وي. دغه نوی ماډل به په کارولو، پر یوه وخت د څو دندو اجرا کولو او نور استعمال کې اسان او غوره وي.

د یاد ماډل ایفون دیسپلې، بټري هیلت او نورو برخو کې هم له پخوانیو ماډلونو سره توپیر لري او نړیوال مارکېټ کې یې ډېر توصیف شوی دی.

نور ولولئ: بریتانیا په هوايي ډګرونو کې د څېرو د تشخیص نوي ټکنالوژي ازمايي

نور ولولئ: استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي

نور ولولئ: د ټکنالوژي بې ساری پرمختګ؛ ساینس‌پوهان وايي تر ۲۰۳۵ کال به سپوږمۍ کې فوټبال کوو

که چېرې دا ټول حقیقت وي، نو دغه ایفون ۱۶ به له ایفون ۱۵، ساده، پلس او پرو څخه دېر غوره وي. کېدای شي چې تر نورو یې بیه هم ډېره وي او نړیوال مارکېټ کې به ګران وپلورل شي.

iphone 16 2

ایفون ۱۶ او اي ۶ وایفای

د ایفون ۱۶ پر سټوریج یا حافظه سربېره، ددې نوي ماډل وایفای اي ۶ دی چې ایفون ۱۶ او پلس ۱۶ حمایه یا سپورټ کوي. دغه ویفای په ۶ جي ایچ زیډ سمبال دی چې په لوړ سرعت سره وایرلس لري او په کمو سیګنالونو کې ښه کار کولی شي.

دارنګه په ایفون ۱۵ کې چې په ۲۰۲۳ کې بازار ته وړاندې شوی و، ۷۰ایکس ۵جي یې و، خو په ایفون ۱۶ کې بیا ۷۵ایکس ۵جي دی چې په کارولو کې به تر پخوانیو ټولو ایفون ماډلونو تېز او خوندي وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button