ژوند او ټولنهسات تيري

ایا تاسو انلاین درملنې ته اړتیا لری؟

انلاین درملنه ډېرې ګټه لري او کېدای شي چې تاسو انلاین درملنې ته هم اړتیا ولری

بېلابېل لاملونه دي چې په ژوند کې تاسو دې ته اړ باسي تر څو مو د فزیکي روغتیا تر څنګ له رواني ستونزو او ناروغیو سره مخامخ کړي. ددې ناروغۍ د درملنې لپاره تاسو مجبور یاست چې یو چاته ځان ښکاره کړی او ستاسو د رواني ناروغیو په درملنه کې له تاسو سره مرسته وکړي.

نور ولولئ: رواني ناروغۍ او په ځوانانو کې د مغزي سکتې خطر

په دې ناروغیو کې یوه هم ستاسو یوازیتوب دی چې تاسو ورڅخه کړېږی، خو په اوسنۍ ټکنالوژیکه نړۍ کې تاسو یوازې نه یاست بلکې داسې څوک پیدا کېږي چې په انلاین ډول له تاسو سره ملګري وي او له تاسو سره مرسته کوي تر څو مو د یوازیتوب له کړاو څخه وباسي.

انلاین درملنه ممکنه ده

په ډېرو سیمو کې د رواني ناروغیو مشاورین موجود نه وي چې له همدې امله په نړۍ کې اکثره ناروغان له انلاین متخصصینو کار اخلي. دوی دې ته اړتیا نه لري چې د رواني مشورو د تر لاسه کولو په خاطر د متخصصینو دفترونو ته ورشي، بلکې په انلاین توګه له خپل ځایه تاسو کولی شی د ځان درملنه وکړی.

تاسو ته په انلاین توګه مشورې درکول کېږي او تاسو به د ډاګټر په مشورو عمل کوی تر څو له یادې ناروغۍ په امان شی. نن سبا په نړۍ کې دا چاره ډېره اسانه شوي ده او اکثره ډاکټران خپل رواني ناروغان له انلاین لارې تداوي کوي.

نور ولولئ: م.م. د افغان میرمنو د رواني ستونزو له ډېرېدو خبر ورکوي

دا کار د هغو خلکو لپاره ډېر اسان دی چې په لرې پرتو سیمو کې اوسېږي او نه شي کولی چې په ټاکلي وخت خپل ډاکټر ته ځان ورسوي او له هغه لارښوونې تر لاسه کړي. انلاین مشاورو زیات سهولتونه رامنځته کړي دي.

انلاین درملنه ستا په خوښه وخت کې کولی شې

دا کار تاسو ته ددې چانس هم درکوي چې تاسو په خپل وخت له ډاکټر سره انلاین تماس ونیسی او په هغه وخت کې ورڅخه مشورې واخلی چې تاسو کافي وخت ولری. ددې تر څنګ تاسو دا هم کولی شی، چې د موټر کرایه، تېل او وخت سپما کړی او د هغه ته د ورتګ لپاره فزیکي هم ستړي نه شی.

انلاین درملنه د وخت، مصرف او نورو لحاظونو ډېره ښه ثابته شوي او په نننۍ نړۍ کې له همدې میتود کار اخیستل کېږي چې هم ناروغ ته اسانه ده او هم د رواني ناروغیو ډاکټر ته.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button