Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمه‌ییز

ایرانی پلاوی کابل ته تللی او د بندیانو د تبادلې په خاطر له طالبانو سره ګوري

د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې په اړه کابل ته تللی دی

په ایران کې او پاکستان کې ګڼ شمېر هغه افغان کډوال چې په دغه هېوادونو کې اوسېږي، کسان یې هلته بندیان او په زندانونو کې پراته دي.

ایران څو ورځې وړاندې ویلي وو چې ځینې هغه افغانان چې په ایران کې بندیان دي، غواړي چې طالبانو ته یې وسپاري.

کابل ته د ایراني پلاوي سفر

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د ایران د عدلیې وزارت پلاوی به کابل ته د خپل سفر پر مهال د دغې ډلې له چارواکو سره په دواړو هېوادونو کې د بندیانو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړي.

تېره ورځ ایران اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې زر تنه بندي افغانان افغانستان ته ستنوي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۲۴مه) د طالبانو د ویاند مرستیال یو غږیز کلیپ خپور کړی، چې نوموړي په کې ویلي، چې د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی د دواړو هېوادونو د بندیانو اړوند مسایلو په اړه خبرو لپاره کابل ته ورغلی.

نور ولولئ: د ریچارډ بنېټ وروستی راپور؛ له طالبانو سره پر بندیانو ښځو جنسي تیري شوي

نور ولولئ: ایران: ۵۷۴ افغان بندیان به کابل ته وسپاري

نوموړي زیاته کړي، چې دغه ایرانی پلاوی به د طالب چارواکو سره په دواړو هېوادونو کې د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړي.

د بندیانو شمېره

دغه ایرانی پلاوی پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې تېره ورځ د ایران دولتي اژانس د دغه هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړۍوالې برخې د مرستیال له قوله خبر ورکړی و، چې د ایران په زندانونو کې ۱۰۰۰ تنه بندیان افغانستان ته استوي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ایران له‌خوا د افغان بندیانو د انتقال د پرېکړې هرکلی کړی دی.

که څه هم ایران، افغانستان ته د ۱۰۰۰ تنه افغان بندیانو د استولو په اړه خبر ورکړی؛ خو دا لا روښانه نه ده، چې په دغه هېواد کې څومره نور افغانان بندیان دي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې هم د ایران اته وګړي بندیان دي.

د ایران له دې پرېکړې وروسته په دغه هېواد کې افغان بندیان د ایران پر دغه پرېکړه اعتراض کړی او ویلي یې دي چې موږ دې د طالبانو نظام ته نه سپاري.

وروسته له هغه چې په افغانستان کې اسلامي جمهوریت وپرځېده او طالبان بیا واک ته ورسېدل، نو په میلیونونو افغانانو هېواد پرېښود او نورو هېوادونو ته کډوال شول.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button