سفر خبرونه

طالبان: د ایران او پاکستان زندانونو کې ۱۱زره افغانان بندیان دي

طالبان وايي، د ایران او پاکستان په زندانونو کې دا مهال ۱۱زره کسان بندیان پراته دي

په ایران او پاکستان کې اکثره افغانان د ناقانونه تګ او نورو بېلابېلو جرمونو له امله د یادو هېوادونو له د امنيتي ځواکونو له لوري نیول شوي او زندانونو ته یې وړي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسلګرۍ ویلي، په وروستیو دوو کلونو کې یې د پاکستان له بندخونو څه باندې څلور زره افغانان را خوشې کړي دي.

هغه کډوال چې راخوشي شوي دي

د کډوالو او را ستنیدونکو چارو وزارت په وروستیو یو کال کې د پاکستان او ایران له بندخونو د څه باندې دولس زره افغان کډوالو له را خوشې کولو خبر ورکوي.

د یاد وزارت ویاند وایي چې دمګړۍ په پاکستان او ایران کې یولس زره افغان کډوال د بیلابیلو جرمونو په تور د دغو هیوادونو په بندخونو کې شپې او ورځې سبا کوي.

نور ولولئ: د کډوالو لپاره د ناروې پلاوی: افغانستان کې ۵۰ سلنه افغانان فقر کې ژوند کوي

نور ولولئ: د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو “یو ځايي” اېستل به بشري ناورین وي

د کډوالو او را ستنیدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني و ویل: په تېر یوه کال کې تقریباً ۱۲ زره او شل کسان د پاکستان او ایران له زندانونو ازاد شوي دي. اوس هم شاوخوا ۱۱ زره افغانان په دغو هېوادونو کې چې د بیلابیلو جرمونو له امله نیول شوي، په زندانونو کې دي. د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي چې دغه زندانیان هم را ازاد کړي.

afghan (11)
په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت استازی چې د پاکستان له زندان یې افغانان خوشي کړي دي

په زندانونو کې پراته افغانان ستونزې لري

یو شمېر افغان کډوال چې په ایران او پاکستان کې ژوند کوي په یادو هیوادونو کې د ځان پر وړاندې له خپلو ستونزو شکایت کوي.

ځینې دغه کډوال له سرپرست حکومت غواړي چې د ستونزو د حل په پار یې په جدي توګه اقدام وکړي.ل

په ایران کې افغان کډوال، مهدي و ویل: موږ خپله څو ورځې مخکې، همدلته د تهران په سویل کې د دې شاهد وو، بسونه یې تنظیم کړي و چې کډوال واخلي او لسګونه کسان یې پوستو ته یوړل

په پاکستان کې افغان کډواله، هوا هم وايي: په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ډیر بد دی، یو افغان هم په پاکستان کې له ښاروندۍ له امتیازه برخمن نه دی.

بل لور ته د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وایي چې طالبان باید د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې د پاکستان او ایران حکومتونه قانع کړي څو د افغان کډوالو له ځورونې او ربړونې لاس واخلي.

د کډوالو د حقونو چارو فعال، جمعه خان پویا څرګنده کړه: افغان حکومت او په افغانستان کې اوسني مسوولین اړ دي چې له نړۍوالو کنوانسیونونو په ګټنې له ګاونډیو هېوادونو وغواړي چې د کډوالو له ځورولو او په ځانګړې توګه د هغوی له زنداني کولو لاس واخلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button