ایران: په اردن کې پر امریکایانو برید کې ښکېل نه یو
ایران ویلي چې په اردن کې پر امریکایي ځواکونو بریدونه دوی پورې تړاو نه لري
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي په یوه بیان کې اعلان وکړ چې اسلامي جمهوریت د اردن او سوریې پر پوله د امریکايي ځواکونو له بریدونو سره چې په پایله کې یې ۳ امریکايي پوځیان وژل شوي، هېڅ تړاو نه لري.
خو په دې اعلان کې ایران تایید کړې چې دا برید د دوی د یوې اړوندې ډلې له خوا شوی، چې دا یې “مقاومت ډلې” بولي.
په دې اعلامیه کې راغلي: “ایران له دغو بریدونو سره هېڅ تړاو نه لري او جګړه د امریکا د پوځ او په سیمه کې د مقاومت د ډلو تر منځ ده، چې له یو بل سره مخامخ جګړه کوي.”
پر امریکايي ځواکونو بریدونه
په سیمه کې له ایران سره تړلې نیابتي ډلې او ملېشې چې ایران یې د “مقاومت د ډلو” په نوم یادوي، په غزه کې د جګړې له پیل وروسته په پرله پسې توګه په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي او امریکا هم دغو بریدونو ته پخپله طریقه ځواب ورکړی دی.
نور ولولئ: امریکايي او برتانوي ځواکونو پر حوثيانو بریدونه کړي
نور ولولئ: حوثیانو پر امریکايي او برتانوي بېړیو د بریدونو ګواښ کړی
نور ولولئ: د ۳ امریکایانو وژل کېدل او ۳۵ نور ټپیانېدل؛ خلیلزاد د ایران پر وړاندې د غبرګون غوښتنه وکړه
وړاندې د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ “سېنټکام” ویلي وو، د اردن شمال ختیځ کې له سوریې سره پولې ته نږدې د دوی پر یوه پوځي اډه د ډرون برید شوی چې ۳ سرتېري یې پکې وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي دا برید د ایران له ملاتړه برخمنو سختدریځو وسله والو کړی چې په سوریه او عراق کې فعال دي.
ولسمشر بایډن ته د وروستیو بریدونو په تړاو معلومات ورکول
که څه هم د تېر اکتوبر ۷مه پر اسرائیل د حماس له ناڅاپي خونړي برید او ورپسې د اسرائیلي ځواکونو لخوا غزه کې د عملیاتو له پیل راوروسته په سیمه کې د مېشتو امریکايي ځواکونو پر پوځي اډو بریدونه ډېر شوي، خو دا لومړی ځل دی چې امریکايي سرتېري پکې وژل کېږي.
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن او نورو چارواکو په ځايي وخت یکشنبه سهار ولسمشر بایډن ته د دغه برید په اړه مالومات ورکړل.
وروسته ښاغلي بایډن په یوه اعلامیه کې وویل “که څه هم موږ لا د دغه برید په اړه د حقایقو په راټولو بوخت یو، خو پوهېږو چې د ایران له ملاتړه د برخمنو سختدریځه وسله والو ډلو لخوا چې په سوریه او عراق کې فعالیت کوي، شوی دی.”
ښاغلي بایډن دا برید د “کرکې وړ او په بشپړ ډول ناعادلانه” بللی دی.