سیمه

ایران کې بندیانو لومړی زندان ته اور اچولی او وروسته تښتېدلي دي

اړوند خبرونه:

جرمني وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ډېر خراب شوی

اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي

منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې یو شمېر ‎بندیانو د ‎کرمانشاه ولایت یوه زندان ته اور اچولی او تښتېدلي دي.

تراوسه د تښتېدلو زندانیانو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی.

د کرمانشاه ولایتي مسوولینو د دې پېښې په تړاو پلټنې پیل کړي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې بیا ‏د ایران مازندران ولایت کې د ساري ولسوالۍ د پولیسو قومندان، عبدالله حسن‌ زاده ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ۵۲۰ ناقانونه کډوال نیولي دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، حسن‌ زاده له ایراني وګړو غوښتي چې په هر راز دندو کې د ناقانونه کډوالو له ګومارنې ډډه وکړي.

ایران کې ډېری کډوال افغانان دي او په دې وروستیو کې هلته له سخت بد وضعیت سره مخ دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button