Uncategorized

بایډن د سمندري ځواک لپاره ښځینه مشره وټاکله

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ددې هېواد سمندري ځواک لپاره ښځينه مشره ټاکلي ده

که تائید شي لیزا فرانچیتي به لومړنۍ ښځه وي چې د امریکا پوځ یوې برخې مشري کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن یوه ښځینه امیر البحر د خپل هېواد سمندري پوځ د مشرې په توګه ګومارلې ده.

دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یوه ښځه د امریکايي پوځ یوې څانګې لپاره د مشرې په توګه ګومارل کېږي. لیزا فرانچیتي له دې مخکې په سویلي کوریا کې د امریکا سمندري پوځ د بېړیو ټولګې مشري کوله او له هغه مخکې یې د جنګي الوتکو لېږدونکې بېړۍ مشرتوب پر غاړه درلود.

خو یاده مشره باید د کانګرېس له لوری تایید شي

د امریکا ولسمشر له لوري د نوموړې ګومارنه باید د امریکا کانګرېس کې د مشرانو جرګې یا سېنټ له لوري تائید شي. که د سمندري پوځ د عملیاتي مشرې په توګه د نوموړې ګومارنه له سېنټه تائید شي، دا به لومړی ځل وي چې یوه ښځه د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندې د لوړپوړيو غړیو په کتار کې شاملېږي.

نور ولولئ: جو بایډن د مراسمو پر مهال پر سټېج ولوېده

د ۳۸ کلنې پوځي قوماندانې په توګې دا په امریکايي پوځ کې دویمه ښځه وه، چې د امیر البحر څلور ستوریز منصب یې ترلاسه کړ. د امریکا ولسمشر په یوه اعلامیه کې د دې ستاینه کړې، په عملیاتي او پالیسي جوړونه کې یې د دې تجربې ”پراخې” او په وینا یې که یې ګومارنه تائید شي، ”یو ځل بیا به تاریخ جوړ کړي.”

دا ښځه د امریکا دفاع وزیر انتخاب نه وه

د امریکايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، امیر البحر فرینچیتي د امریکا دفاع وزیر لوید استین لومړنی انتخاب نه و، بلکې هغه د دې منصب لپاره د سامیویل پاپارو نوم وړاندیز کړی و، چې د سمندري پوځي زدکړو معتبرې ادارې ټاپګن فارغ التحصیل دی.

ښاغلي بایډن هم امیر البحر پاپارو ته ترفیع ورکړې او په ارام سمندر کې یې د امریکايي ځواکونو قوماندان په توګه ګومارلی دی.

د امریکا کانګرېس کې د الاباما ایالت جمهوریتپال استازی ټامي تیوبرویل د ۲۷۰ پوځي ګومارنو د تائید مخه نیولی او ویل کېږي چې له همدې امله به د سمندري پوځ د مشرې ګومارنې تائید هم اسانه چاره نه وي.

نوموړي د امریکا دفاع وزارت پر هغه پالیس‍ۍ چې د سقط جنین لپاره له یوه ایالته بهر ته د پوځیانو سفر لګښت ورکوي د اعتراض په توګه دا چاره خپله کړې. ولسمشر بایډن بیا د سناتور دا چاره نه یوازې ”ناسمه، بلکې خطرناکه” بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې ښځینه ولسمشرۍ ته نه ده بریالۍ شوې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button