نړۍ خبرونه

جو بایډن د مراسمو پر مهال پر سټېج ولوېده

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن په کولوراډو ایالت کې د هوایي ځواک په رونیز مرکز کې وغورځېده

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پښه هغه مهال ونښته او پر ځمکه وپرځېد، چې په کولوراډو ایالت کې یې د هوايي ځواک روزنیز مرکز کې د فراغت اسناد وېشل.

اتیا کلن جو بایډن چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د زیات عمر لرونکی فعال ولسمشر دی، د نورو کسانو له مرستې وروسته پر خپلو پښو ودرېد او داسې ښکاریده، چې ټپي شوی نه دی.

ولسمشر بایډن د دریځ پر سر له غورځېدو مخکې نژدې یو نیم ساعت ځای پر ځای ولاړ و او ټولو ۹۲۱ فارغینو ته یې د سند له ورکولو وروسته د مبارکۍ لپاره لاس هم ورکاوه.

د ولسمشر بایډن اوسنی روغتیايي وضعیت

د سپینې ماڼۍ د اړیکو څانګې مشر ویلي: ”هغه ښه دی. ” بین لا بولټ پر ټویټر لیکلي: ”کله چې هغه (فارغینو ته) لاس ورکاوه، هلته پر دریځ له شګې یو ډکه کڅوړه پرته وه. ”

د پېښې اړوند خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې ولسمشر له شګو د ډکو هغو کڅوړو پر لور ځي، چې د نوموړي لپاره ځای پر ځای شوی ټيلي پروموټر پرې تکیه وي. له غورځېدو وروسته بیا د هوايي ځواک یو افسر او د ولسمشر دوه ساتونکي له نوموړي سره پاڅېدو کې مرسته کوي.

نور ولولئ: ولسمشر جوبایډن عربي اماراتو سره د تجهیزاتو د پلور قرارداد باندې کار کوي

نوموړی وروسته له تکیې پرته خپلې څوکۍ ته ستون شو او بیا د مراسم له پای ته رسېدو وروسته د موټرو تر کاروان پورې په خپلو پښو روان ولیدل شو.

د ښاغلي بایډن منتقدین وايي، دویم ځلي ټاکنو ته د درېدو لپاره د ولسمشر بایډن عمر خورا زیات دی. یوه تازه نظر پوښتنه کې هم امریکايي رایې ورکوونکو د ښاغلي بایډن زیات عمر په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده. که نوموړی بیا ټاکل کېږي، نو په لومړي سر کې به یې عمر ۸۲ کاله وي.

په دا وروستیو کې یو ځل له بایسکله غورځېدل، بیا د ولسمشرۍ الوتکې په پوړیو کې لوېدل او بیا نننۍ پېښه ښايي دا اندېښنې نورې هم ډېرې کړي.

د بایډن د روغتیا په اړه د ډاکټر کیون نظر

د یادونې ده، چې په تېره فبرورۍ میاشت کې د ښاغلي بایډن فزیکي معاینات شوي وو او د نوموړي روغتیا پال ډاکتر کیون او کونر د ولسمشر د روغتیا په هکله ویلي و: ”د هغه روغتیا ښه ده، له هر ډول استثنا او تکیې پرته خپل ټول مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کولای شي. ”

ښاغلی بایډن د امریکايي پوځ لومړنی اعلی سر قوماندان نه دی، چې د کمرو پر وړاندې پرځي. له دې مخکې ولسمشر باراک اوباما په ۲۰۱۲ کال کې پر پوړیو د ختلو پر مهال پرځېدلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button