نړیوال خبرونه

بغلان ولایت کې ولسي خبرې اترې وشوې

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ولایت د خلکو د ستونزو د حل او د هېواد په بیارغونه کې د قومي مخورو او دیني عالمانو د رول په اړه ولسي خبرې اترې پیل کړې دي.

د بغلان د اطلاعاتو ریس 

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، اسلامي امارت د ښځو د شرعي حقونو ملاتړ کوي. مولوي مصطفی اسدالله هاشم وايي: «دا خوځښتونه او غږونه چې پورته کوي، چا ورته ورکړي؟ اسلامي چې ښځو ته کوم حق ورکړ، موږ چمتو یوو چې د هغوی حق ورکړو.

په همدې حال د دغه ولایت یو شمېر دیني عالمان او قومي مخور وایي، حکومت باید د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي. یو دیني عالم عبدالرحیم اخندزاده وايي: «د خلکو نظرونه واورئ او خپل نظرونه بیان کړئ او فکر پرې وکړئ چې کوم یو غوره دي.

نور یی ولوله | د لوګر سیلاب ځپلو لا هم ستونزو سره مخ دي

نور یی ولوله | بامیان او هرات ولایتونو کې د نجونو محصلینو لاریونونه پیل کړي

د غونډې ګډونوال 

په‌دې تړاو جوړه شوې غونډه کې یو شمېر ګډونوالو د بغلان له اوسېدونکو وغوښتل، د هېواد په بیارغونه کې خپل رول ادا کړي. یو بل دیني عالم مولوي لعل محمد وايي: «هر یو دې خپل تر وسې مرسته وکړي او هر کس دې تر خپلې وسې په خپل هېواد کې خدمت وکړي

د مرکزي بغلان د ځوانانو استازی مفتي عبدالملک وايي: «اراده وکړئ چې موږ خپله موخه پېژنو او په خپل عمر کې خپله موخه پېژنو او هغې ته ځان رسوو. د بغلان ولایت اوسېدونکي د ولسي خبرو اترو ترسره کول د هېواد بیارغونې، ملي یووالي او د خلکو نظرونو اورېدلو برخه کې ګټور بولي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button