نړیوال خبرونه

بامیان او هرات ولایتونو کې د نجونو محصلینو لاریونونه پیل کړي

هرات او بامیانو کې سلګونو ښځینه محصلینو په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د وروستي ځانمرګي برید په غبرګون کې لاریونونه وکړل.

لارینونو شمېر :

د دغو لاریونونو پر مهال یو شمېر محصلین په هېواد کې د امنیت د ټینګښت، نجونو او ښځو ته د کار او زده‌کړو د زمینو برابرولو غوښتونکي شول، خو په هرات کې د نجونو محصلینو لاریون د امنیتي ځواکونو په هوایي ‌‌ډزو سره وپاشل شو.

زده‌کړیاله فریبا صمیم وايي: «دا لاریون په سر کې ډېر ستر و، ډېرې نجونې راوتلې وي او شعار یې ورکاوه چې خاموشي خیانت دی او زده‌کړې زموږ حق دی.

نور یی ولوله | ټرانسپورټ وزارت: ډېر ژر به د فلای دوبی پروازونه پیل کړي

نور یی ولوله | د فولبرايټ او چیوننګ سکالرشپونه افغانانو لپاره ولې بند دي؟

ردهکړیالان : 

زده‌کړیاله نګینه احمدي وايي: «له حکومت زموږ غوښتنه دا وه چې ښځې باید خپلو بنسټیزو حقونو د کار حق، سیاسي مشارکت او د زده‌کړو حق دی، ته ورسېږي. بل خوا په بامیانو کې هم لسګونو ښځینه محصلینو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د وروستي ځانمرګي برید په غبرګون کې لاریون وکړ

نور زده کړیالان 

زده‌کړیاله زهرا حسیني وايي: «له دې لاریون زموږ موخه دا وه چې ټولنې نړۍ ته وښایو چې موږ نجونو د زده‌کړو حق لرو. زده‌کړیاله نرګس نوري وايي: «له دولت او نړیوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې موږ پر کاج ښوونیز مرکز برید په سختو ټکو غندو

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وایي، لاریون د هر چا مدني حق دی او باید هغوی ته اجازه ورکړل شي چې خپل غږ اوچت کړي. د ښځو د حقونو فعاله رویا شریفي وايي: «ښځې د زده‌کړو او د ازادۍ حق لپاره لاریون کوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم لسګونه ښځو پر کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید په غبرګون کې لاریون کړی و. د رسمي شمېرو له مخې، کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید کې ۲۵ کسان ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button