نړیوال خبرونه

بلخ کې د طالبانو والي وژل شوی

د بلخ ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د طالبانو والي په ولایت مقام کې دننه په ځانمرګي برید کې وژل شوی

د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند تاييد کړې ده، چې بلخ کې د طالبانو والي محمد داوود مزمل چې څه وخت وړاندې ټاکل شوی و نن سهار په ځايي وخت شاوخوا نهه بجې په مزارشريف ښار کې د ولایت مقام دننه په ځانمرګي برید کې وژل شوی.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري ویلي چې په دې ځانمرګي برید کې یو شمېر نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د طالب چارواکو د مالوماتو له مخې ځانمرګي هغه مهال ځانته ته چاودنه ورکړې چې ښاغلی مزمل د ولایت مقام دننه له کوره دفتر ته روان و.

ښاغلی وزیر وايي “نن سهار شاوخوا نهه بجې د بلخ ولایت مقام کې دننه چې کله والي صاحب له کوره دفتر ته روان و د ولایت مقام په دویم پوړ کې دغه پېښه را‌منځته کېږي او د والي صاحب په ګډون دوه تنه په شهادت رسېږي او د والي دوه ساتونکي ټپیان دي.”

تر اوسه کومې ډلې د نننۍ چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی

په نوموړې چاودنه کې د والي تر څنګ درې نور طالب چارواکي هم وژل شوي چې د دندو په اړه یې جزییات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په خپله ټویټر پاڼه کې د پېښې پخلی کړی او لیکلي یې چې د دې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

محمد داوود مزمل د افغانستان له پخواني حکومت او په دغه هېواد کې له نړيوالو ځواکونو سره د طالبانو د جګړې مهم قوماندان بلل کېده.

وروسته له هغه چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول ښاغلی مزمل د ننګرهار ولایت والي و.

نوموړي هلته د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ضد د جګړې مشري کوله

څه موده وروسته د طالبانو د مشر په امر د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شو، خو پنځه میاشتې وړاندې یې مسوولیت بدل شو او د بلخ والي شو.

د طالبانو له واکمنېدو ورسته دا په بلخ کې لومړی ځل دی چې په دې کچه لوړ پوړی مقام یې په ځانمرګي برید کې وژل کېږي.

د اسلامي امارت له خوا په وار وار د ټینک امينت ډاډ ورکول کيږي خو په دې وروستيو کې ورته پېښې په زياتېدو دي.

پرون هم په هرات ښار کې د اوبو لګونې د رییس پر موټر برید وشو چې د نوموړي په ګډون یې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د دغه پېښې مسووليت د اسلامي دولت ډلې يا داعش په غاړه اخيستی و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button