نړیوال خبرونه

بلېکن وايي، له ایران سره د اټومي هوکړې پر سر خبرې نه کوو

امریکا وايي، دا ددې وخت نه دی چې اوس وخت کې له ایران سره پر اټومي هوکړه بحث وکړو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلېنکن وايي، په اوسنیو شرایطو کې له ایران سره اټومي هوکړې ته ګرځېدل د واشنګټن په ایجنډا کې نشته.

ښاغلي بلېنکن یکشنبه له سي‌اېن‌اېن تلویزیون سره خبرو کې وویل، تهران “یا نه غواړي یا نشي کولی” چې اټومي تړون ته پر ورګرځېدو هوکړه وکړي.

هغه همدا راز زیاته کړه چې سپینه ماڼۍ د ایران لخوا د کړکېچونو د کمېدو غوښتونکې ده.

پر یاده موضوع مخکینی بحث

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د ډونلډ‌ ټرمپ‌ حکومت لخوا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي‌ هوکړې د وتلو پرېکړه تېروتنه وبلله.

هغه وویل “له هغه وخته چې امریکا د ایران له اټومي هوکړې وتلې، تر هغه مهاله چې موږ هڅه وکړه بېرته ور وګرځو، ځینې تحولات راغلي. هغه څه چې موږ یې د ترسره کولو په لټه کې یو، له یو څه اصلاحاتو سره اټومي تړون ته بېرته ورګرځېدل دي.”

نور ولولئ: د ایران او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د خبرو پیل

هغه همدا راز تېر کال د مذاکراتو په لړ کې رامنځته شویو تحولاتو ته په اشارې وویل “موږ له ښه نیته هڅه وکړه چې اټومي هوکړې ته وګرځو. خو هغوی نه شوای کولی یا یې نه غوښتل. اوس په داسې وضعیت کې یو چې نور (له ایران سره) د یوې اټومې هوکړې په اړه خبرې نه کوو.”

راتلونکې شرایط به ایران برابر کړي

ښاغلي بلېنکن زیاته کړه چې په راتلونکې کې ښايي‌ ایران سره په دې تړاو خبرو ته شرایط برابر شي، خو دمګړۍ دا امکان نشته.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر پر دې هم ټینګار وکړ چې دیپلوماسي د ایران پر وړاندې غوره انتخاب دی.

نور ولولئ: د امریکا او ایران د کړکېچ پر افغانستان اغیز

خو هغه دا هم وویل چې “دا په دې مانا نه ده چې نور غوراوي نشته او د اړتیا پر مهال به هغو ته نه لاس کوو.”

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا د کانګرس جمهوریپالو استازو تېرو ورځو کې د جو بایډن حکومت ته خبرداری ورکړ چې د کانګرس له تصویب پرته باید ایران سره د بندیزونو د کمېدو په اړه هوکړه ونه کړي.‌

له دې وړاندې هم د ایران او امریکا تر منځ سخته سیالي په منځني ختیځ کې وه چې اوس هم روانه ده. بل لورته که څه هم پر ایران فشارونه زیات دي، خو له خپلو اصلي موخو نه دی راګرځول شوی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button