لوبې خبرونه

بنګله دېش او سکاټلنډ خپلې سيالۍ وګټلې

 امارات  امارات

د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام  لومړي پړاو سياليو لومړۍ لوبه کې بنګله دېش پاپوا نيو ګيني ته په ۸۴ منډو ماتې ورکړه بنګله دېش د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو فیصله  وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۱ منډې جوړې کړې

د بنګله دېش لپاره لوبډلمشر محمد الله ۵۰، شکېب الحسن ۴۶، لېتن داس ۲۹ او افيف حسين ۲۱ منډې جوړې کړې د پاپوا نيو ګيني لپاره کابو موريا ډمين راوو او اسد والا د بنګله دېش دوه دوه لوبغاړي وسوځول د بنګله دېش له خوا د ټاکل شوي ۱۸۲ منډو هدف په ځواب کې پاپوا نيو ګيني د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوزاې ۹۷ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې وسوځول يادې لوبډلې د پیل اووه لوبغاړی  ژر ژر يو پر بل پسې وسوځیدل  خو کېلپېن ډوريګا وتوانېد چې ناسوځېدلې

دا هم ولولئ | په خوست کې سږ کال حاصلات د تیر کال په پرتله لوړ دي

. سکاټلنډ لوبډلې عمان په اوو وېکټو مات کړه د کرکټ شل اوريزو جام ګروپي پړاو سياليو دويمه لوبه د عمان او سکاټلنډ تر منځ وشوه. عمان د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو فیصله  وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې سکاټلنډ ته د ۱۲۳ منډو هدف وټاکه چې سکاټلنډ په اتلسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره مکمل کړه .د عمان لپاره اقبال الياس ۳۷، ذيشان مقصود ۳۴ او محمد نديم ۲۵ منډې جوړې کړی ېبل پل د سکاټلنډ جاش ډېوي درې، سفيان شريف او مايکل لېسک دوې دوې وېکټې ترلاسه کړې

د سکاټلنډ لپاره لوبډلمشر کېلي کواټزر تر ټولو ډېرې (۴۱) منډې وکړې د ده ترڅنګ رېچي برېنګټن ۳۱ او متيو کراس ۲۶ وکړې د کرېکټ نړيوال جام ګروپي پړاو سيالۍ په عمان کې ترسره کېږي او ټاکل شوې د بل پړاو سيالۍ په متحده عرب اماراتو کې ترسره شي

 سکاټلنډ له دې بريا سره اوس د کرېکټ نړيوال جام ۱۲ غوره لوبډلو ته لاره پیدا کړه  چی سکاټلینډ او بنګله دیش  د  شل اوریز جام غوره لوبډلی ته لاره پیدا کړه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button