کورني خبرونهنړیوال خبرونه

بهرنیو ډیپلوماټانو ته تیاری شوی روژه ماتی؛ طالبانو دوی په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول

طالبانو په کابل کې بهرنیو ډیپلوماټانو ته روژه ماتی تیار کړی و چې ملا حنفي دوی په افغانستان کې پانګونې ته راوبلل

طالبان هڅه کوي چې په دې ډول هڅو سره افغانستان ته د بهرنیو ډیپلوماټانو پاملرنه زیاته کړي. دوی تل هڅه کوي چې نړۍ په افغانستان کې ددوی له موجوده رژیم سره تعامل ته راکاږي.

د طالبانو د رئیس الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په کابل کې مېشتو یو شمېر بهرنیو دیپلوماتانو ته د روژه ماتي د مېلمستیا پر مهال د یو شمېر پروژو په یادولو سره، د دوی اړوند هېوادونه په دې برخه کې پانګونې ته بللي.

hanafi (4)
د بهرنیو ډیپلوماټانو لپاره د روژه ماتې مېلمستیا

د لویو پروژو په تطبیق کې پانګونه

د ملا حنفي دفتر د هغه له قوله ویلي: د سیمې او له سیمې ور اخوا ټولو هیوادونو څخه غواړو چې نورو هیوادونو ته د ځوانانو د مهاجرتونو د مخنیوي، د نشه یي توکو د ختمېدو او په افغانستان کې د ثبات د تضمین لپاره د افغان ترانس، هرات – بولدک، چاه بهار بندر، لاجورد لارې، واخان کوریډور او ټاپي لویو پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره پانګونه وکړي.

نور ولولئ: د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

نور ولولئ: اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

نور ولولئ: طالبانو د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پنجشیر زمرود پلورلي

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، په افغانستان کې امنیت نه یوازې د دې هیواد د اوسېدونکو لپاره مهم دی، بلکې د سیمې او له سیمې ور اخوا د ټولو هیوادونو په ګټه دی، له همدې امله په افغانستان کې د ثبات د ادامې لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونه اړین کار دی.

hanafi (3)
ملا عبدالسلام حنفي او سعودي ډیپلوماټ

په افغانستان کې د طالبانو واکمني او امنیت

طالبان پر افغانستان له بیا واکمنیدو وروسته، بیا بیا بهرني پانګوال او هېوادونه په افغانستان کې پانګونې ته ور بولي او خبر ورکوي، چې په دې برخه کې لېوالتیا او د ګډون ژمنې ورسره شوي، خو څارونکي ورته خبرو ته د شک په سترګه ګوري او وایي، چې د طالبانو له پرله پسې اعلانونو وروسته هم، په دې برخه کې عملي اقدامات په نشت حساب دي.

د دوی په باور، سره له دې چې د طالبانو له ادعا سره سم د امنیت له ښه کېدو سره افغانستان د پانګونې لپاره تر پخوا ښه شرایط لري، خو د ژوند په بېلابېلو برخو کې پر خلکو د طالبانو افراطي قیودات، د واک انحصار او د اقتصادي برخې په ګډون ټولو برخو کې د ملایانو ګومارل او نا مسلکي چلند د ممکنه کورنۍ او بهرنۍ پانګونې خنډ شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button