نړیوال خبرونه

بهرنی فوځیانو یو بل نظامي کېمپ هم حکومت ته وسپاره

بهرنی فوځیانو یو بل نظامي کېمپ هم حکومت ته وسپاره.له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو د لړۍ په دوام امریکايي فوځیانو په کابل کې یو نظامي کېمپ تخلیه کړی او د حکومت عسکرو ته یې سپارلی.

د دفاع وزارت له لوري په همدې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د «نوي کابل» پوځي کېمپ چې د بهرنیانو له لوري کارول کېده، پرون په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان «سکاټ میلر» په شتون کې د امریکایي ځواکونو لخوا دفاع وزارت ته وسپارل شو.ویل کیږي چې دې نه وړاندې هم د بهرني فوځیانو کیمپونه حکومت ته ورکړل شوي تر څو دوی په اینده کې نربنه ګټه پورته کړي

په دې غونډه کې حکومتي چارواکو د امریکايي ځواکونو له لوري له سپارل شویو کېمپونو څخه د «مؤثرې» ګټې اخیستنې ژمنه کړې او له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په برخه کې يې د بهرنیو عسکرو هڅې ستایلې دي.

fb img 1622248623829

یاده دې وي، چې له افغانستانه د امریکایي  او ناټو ځواکونو د وتلو پروسې له دوام سره هم مهاله افغانستان کې امریکایي ځواکونو د خپلو پوځي اډو او کېمپونو سپارلو امر شوی وو. خو اوسمهال دوی کوشش کوي چې په تدریجي ډول دا کمپونه افغان دولت ته وسپاري تر څو د فوځیانو انخلا په ښه ډول ترسره شي.

د ناټو له پریکړې سره سم بهرني عسکر ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه ووځي.تر دې وړاندې په کابل کې د «مورهيد» په نوم یو بل نظامي کېمپ او د کندهار هوایي ډګر کې د بهرنیانو شته مرکز هم حکومتي عسکرو ته سپارل شوی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button