نړیوال خبرونه

تاجکستان عبدالله عبدالله ته دافغان سولې ملاتړ ډاډ ورکړی

 تاجکستان عبدالله عبدالله ته دافغان سولې ملاتړ ډاډ ورکړی دافغانستان په ګاونډ کې د تاجکستان هیواد چارواکو د مصالحې عالي شورا له رییس «عبدالله عبدالله» سره د لیدنو په مهال  د افغانستان له سولې پروسې ملاتړ اعلان کړی او د نوموړي په مشرۍ یې د سولې د روانې پروسې نتیجې ته د رسېدو هیله هم څرګنده کړې ده.

د دغه هېواد د ولسي جرګې رییس محمد طاهر ذاکرزاده ویلي، چې د تاجکستان ولسي جرګه د افغانستان له سولې ملاتړ کوي او تل یې هڅه دا وي چې د دواړو هیوادونو تر منځ شته نیکې اړیکې لا پراخې شي.ورته مهال د تاجکستان لومړي وزیر «قاهر رسول زاده» او بهرنیو چارو وزیر «سراج الدین مهرالدین هم د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړی۔هیره دې نه وي چې د تاجکستان نه علاوه نورو ملکونو هم د سولې ملاتړ اعلان کړی.

لومړي وزیر همدارازهیله ښودلې چې د عبدالله په مشرۍ به د افغان سولې پروسه بریا ته ورسېږي.تاجکستاني چارواکو د خپل هیواد او سیمې ثبات د افغانستان په سوله کې نغښتی دی او هیله يې ښودلې چې د سولې په تامین سره به سیمه اقتصادي وده وکړي.دويي همداراز ویلي چې باید ټول هېوادونه په سیمه سم زغنده رول ولوبوي.

د مصالحې عالي شورا وایي، عبدالله د تاجکستان له چارواکو سره په لیدنو کې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د خبرو وروستی حالت شریک کړی او له افغان سولې پروسې د تاجکستان د ملاتړ له امله یې مننه کړې.

د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله داسې مهال سیمې ته سفر کوي، چې په دوحه کې د افغان سولې د خبرو بهیر پيل شوی او دواړو لورو د اجنډا د موضوعاتو له تبادله کولو وروسته د راتلونکي پړاو مذاکراتو لپاره د لا ډېرو مشورو په هدف درې اوونۍ وقفه اخیستې.دويي په دې توافق ته سره رسېدلي دي چې د مشورو نه وروسته به یو وار بیا سره مزاکرات پیلوي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button