ژوند او ټولنهسات تيري

تاسو تر اوسه د انسان په مغزو کې له ژوندي چینجي اورېدلي وو؟

په نړۍ کې دا لومړی ځل دی چې د یوې ښځې په ماغزو کې ژوندی چینجی موندل کېږي

په نړۍ کې په لومړي ځل ساینسپوهانو ویلي، چې د یوې اسټرالیایۍ ښځې په ماغزو کې ۸ سانتي متره (۳انچه) چینجی ژوندی موندل شوی دی.

“د تار په شان جوړ” دا چینجی تېر کال کینبیرا کې د جراحۍ پر مهال د ناروغې ښځې د ماغزو له مخکنۍ برخې رایستل شوی و.

نور ولولئ: نیورالنک: د انسان په مغزو کې د چيپ نصبول تائید شول

ښځه له یوه داسې حالت سره مخامخ وه چې ډاکټرانو “غیر عادي نښې لرونکی” حالت بللی و، د هغې د معدې درد، ټوخی،‌ شپه کې د خولې کېدو، هېرېدو او اضطراب حالت په سختېدو و.

ډاکټرانو ته دا عجیب حالت ټکان ورکوونکی و

څېړونکو خبرداری ورکړی چې دا ډول حالت د ناروغیو او انتاناتو ډېر خطر په ګوته کوي چې له څارویو څخه خلکو ته لېږدي.

د کینبیرا روغتون کې د میکروبي ناروغیو یوه ډاکټر سنجایا سینانایاک وویل: “هر یوه په عملیاتي ځای کې ټکان وخوړ چې جراح په غیر عادي حالت کې ۸ سانتي متره روښانه سور چینجی غوندې یو څه ولیدل.”

“ان که تاسو د کرکې له فکټور لیرې شئ، دا نوی عفونت په انسان کې مخکې نه دی ثبت شوی”.

Ophidascaris robertsi غونډ چینجی فایتون غیر زهري مارانو غوندې څېره لري چې تر ډېره په اسټرالیا کې موندل کېږي.

د ښځې ماغزو ته د چینجي په ورتګ بېلابېل نظریات

ساینسپوهان وايي، ډېر احتمال شته چې دې ښځې ته د اوبو بند ته نژدې- چېرې چې دا اوسېدله- له یو ډول بومي وښو څخه چې د Warrigal greens په نامه یادېږي، دا چینجی ورغلی وي.

د پرازیت‌پوهنې اسټرالیايي متخصص مهراب حسین په Emerging Infectious Diseases مجله کې لیکلي،‌ مشکوک دی چې دې ښځې ته له یاد ډول وښو له ګټې اخیستو وروسته د دغه چینجي هګۍ د هغې وجود ته ننوتلې وي.

نور ولولئ: ساینس پوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په مټ نوی انټي بیوټیک کشف کړی

Play video, “Surgeon’s shock at finding live worm in woman’s brain”, موده 0,55

جراحه هري پریا بنډي د ناروغې ماغزو کې د ژوندي چینجي موندلو د شېبې حالت وايي

ناروغه ښځه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ وروستیو کې روغتون کې بستري شوې وه.‌ د هغې د ماغزو سکن د مغز په مخکنۍ ښۍ خوا کې یو غیر عادي څه وښودل، خو د ۲۰۲۲ تر جون میاشتې (د جراحۍ له پیلېدو پورې) هېچا ته پته نه لګېده چې دا به څه وي.

له جراحۍ وروسته د هغې حالت ورو-ورو په ښه کېدو شو.

ډاکټر سنجایا سینانایاک چې د اسټرالیا ملي طبي پوهنتون مرستیال استاد دی، بي بي سي ته ویلي “دا حالت د خبرداري په معنا دی”.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button