نړیوال خبرونه

تخار: په ترافیکي پیښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي

په تخار ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي نن (چارشنبه) د تخار د چاه آب ولسوالۍ اړوند انجیر نومې سیمه کې یو مسافر وړونکی موټر چپه شوی چې له کبله یې ۱۳ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي

په تخار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمبین ساپي خبريالانو ته ويلي چې په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیایي حالت ښه نه دی.

په تخار کې د طالبانو حکومت د امينه قومندانۍ وياند زیاتوي، ټپیان ځايي‌ روغتون ته لېږدول شوي دي خو وايي د پېښې سیمه له مرکزه ډېره لېرې ده. ځکه نو د ښاغلي ساپی په وینا شونې ده چې د وژل شویو په شمېر کې زياتوالی هم راشي.

له دې وړاندې د طالبانو واک لاندې باختر خبري اژانس په دې پېښه کې د ۱۶ کسانو د وژل کیدو او ۵ نورو ژوبل کیدو راپور ورکړی و.

ویل کېږي چې پېښه په ځایي وخت سهار ۷:۳۰ بجې شوې.‌ طالب چارواکو د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بللې.

د روان کال په اوږدو کې په هیواد کې نیږدې نهه سوه کسان د ترافیکي پیښو له امله وژل شوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترافیکو ادارې تېره فبرورۍ میاشت ویلي وو چې د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د دې هېواد په ترافیکي پېښو کې نژدې نهه سوه کسان وژل شوي او په وینا یې دا د وړم ټول کال پرتله لوړ شمېر دی.

د لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، قوانینو او خوندیتوب ته نه پاملرنه او آن د نشې په حالت کې موټر چلول ځینې هغه ستونزې دي چې په افغانستان کې یې خلک د ترافیکو پې‍ښ‍و او مرګ ژوبلې د ډېروالي لاملونه ګڼي.

له جکړې وروسته ترافيکي پېښو له افغانانو زياته قرباني اخيستې او لا هم دغه پېښې په ډېرېدو دي

له دې وړاندی هم د سالنګ پر لویه لار د یوه فلانکوچ ګاډي چپه کېدو له کبله درې تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي وو.

که څه هم حکومت په وار وار د ترافيکي سيستم د جوړولو خبرداری ورکړی خو لا هم د يوه داسې سيستم چې ترافيکي پېښې پکې کمې شي، په رامنځته کولو يې نه دي بريالي شوي.

په لويو لارو د بار وړونکو او لويو سورلي موټرو بې احتياطي هغه څه دي چې د دغه شان پيښو په زياتيدو کې يې رغنده رول لرلی دی.

افغانستان کې تر اوسه تقريبا ټول تګ راتګ او د توکو لېږد راليږد د موټرونو له لارې ترسره کيږي او لا هم د ريل ګاډي او نورو عصري ليږدونکو څرک نشته.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button