نړیوال خبرونه

ترکمنستان هم د کروناویروس له ویرې افغانستان سره سرحد وتړه

هرات کې چارواکي وايي چې ترکمنستان د کروناویروس د خپرېدو له ویرې سه شنبه (فبروري۲۵) سهار له افغانستان سره خپل سرحد تړلی دی.

د هرات ولایت د بهرنیو اړیکو مسول امین الله ازاداني رسنیو ته وویل چې ترکمنستان د هرات ولایت د تور غونډۍ بندر تړلی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې تګ راتګ بند کړی دی.

ښاغلي ازاداني وویل چې د ترکمنستان له چارواکو سره یې خبرې پیل کړي دي چې دا سرحد بېرته پرانیستل شي اوتګ راتګ هم عادي شي. تر دې دمه ترکمنستان په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

ترکمنستان هغه مهال دا اقدام وکړ چې په هرات کې د کروناویروس یوه مثبته پېښه ثبت شوه. د افغانستان د روغتیا وزارت سلاکار او ویاند وحیدالله مایار امریکا غږ ته وویل چې په هرات کې د کرونا اوه نورې مشکوکې پېښې هم ثبت شوي دي. په هرات کې بېړنی روغتیايي حالت اعلان شوی دی.

هرات له ایران سره سرحد لري، افغانستان د یکشنبې په ورځ دا سرحد وتړه خو د سه شنبې په ورځ یې بېرته پرانیست. په ایران کې د کروناویروس له کبله یو شمېر کسان مړه شوي او لسګونه نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

سلګونه زره افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي چې افغانستان ته هم عادي تګ راتګ لري. د هرات د روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا له ایران څخه افغانستان ته د را ستېدونکو کډوالو په اړه اندېښنه وښوده. نوموړي امریکا غږ ته وویل له ایران څخه د را ستنېدونکو کډوالو د معایناتو لپاره کافي امکانات نه لري.

افغان حکومت وايي چې له ایران سره یې پر سرحد سیار طبي ټیمونه ګمارلي چې له ایران څخه افغانستان را روان خلک معاینه کړي او له معایناتو وروسته ورته د داخلېدو او نه داخلېدو اجازه ورکوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button