ژوند او ټولنههنر او ادب

تمدن او زغم: د بشري پرمختګ او سوکالۍ بنسټیزه روحیه

انسانانو مخکې له تمدني ژوند یوازې د ښکار کولو او د بیروني خطر د محوه کولو لپاره، چې اکثره وخت له داړوونکو حیواناتو دوی ته پېښېده، له یو بل سره همکاري کوله. خو وروسته له دې چې زراعتي انقلاب وشو او انسان د خوراکي توکو د تولید لپاره د ځمکې استعمال ته مخه کړه، انسانان په جمعي شکل په کلیو او بانډو کې راټول شول. په زراعت کې د نویو لارو چارو له موندلو، د نوې پوهې او تجربې له ترلاسه کولو وروسته، ورو ورو دا کلي او بانډې په کوچنیو ښارونو، کرار کرار دا کوچني ښارونه په لویو ښارونو، لوی ښارونه په لویو دولتونو، او لوی دولتونه بالاخره په لویو امپراطوریو تبدیل شول.

nody عکس درحال نویسندگی 1633238120

د تمدن او زغم تاریخي بهیر او د ټولنې وده

زراعتي انقلاب د انسان د ژوند بڼه په بشپړ ډول بدله کړه. د لوږې سره مخامخ انسان چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې یواځنۍ لاره د بل حیوان ښکار کول وو او ځینې وختونه به یې ان ورځې ورځې په تشه خېټه د ښکار لپاره انتظار کاوه، د زراعتي انقلاب څخه وروسته دې ته اړ نه و چې لوږه وزغمي. په دې مرحله کې د تمدن او زغم مفهوم لا پسې پیاوړی شو؛ ځکه چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې په کافي اندازه خوراکي توکي لرل. نه یوازې دا چې ورځنۍ استفاده یې ترې کولای شوه، بلکې له ځمکو دومره ډېر خوراکي توکي ترلاسه کېدل چې ذخیره کولی یې هم شول. همدا د توکو د تولید په منابعو کې زیاتوالی و چې په انسانانو کې یې طبقاتي وېش رامنځته کړ او له همدې ځایه د واک او انحصار بحث رامنځته شو.

دا هم ولولئ:  ایا د هېل یا لاچي د ګټو څخه خبر یاست؟

ولې تمدن او زغم د انساني ارزښتونو محور دي؟

هغه بدوي انسان چې بغیر له ښکاره یې بل هنر نه و زده، اوس هوسا او ارمه ژوند ته لاره پیدا کړه. کرار کرار یې فرصت وموند چې طبیعت سره اشنا شي او طبیعي پېښې وپېژني او داسې لارې چارې ومومي چې له طبیعته د ځان په نفع استفاده وکړي. همدا فکر کول د تمدن او زغم د ودې لامل شول او د انسان په مخه یې د طبیعي علومو د پېژندلو لارې پرانیستې. د پېړیو پېړیو له مزل وروسته انسان د طبیعت په پټو رازونو خبر شو او وتوانېده چې له طبیعت څخه د ځان او خپلو هم نوعو لپاره ګټه پورته کړي.

انسانان په دغه موده کې له مختلفو پړاوونو څخه راتېر شول؛ د طبیعت په وړاندې له خرافاتي تصوره تر علمي او تحلیلي تصوره. له زراعتي انقلاب څخه راوروسته مودې ته تمدني ژوند ویل کیږي. تمدني ځکه چې انسانانو ګډ ژوند کاوه، ښارونو ته یې مخه کړه، قوانین یې جوړ کړل او د منابعو څخه د استفادې لپاره یې منطقي لارې وموندلې. د تمدن او زغم دا ګډه لاره وه چې انسان یې روحاني ژوند، تجارت او د لېږد رالېږد وسیلو جوړولو ته وهڅاوه.

955663 652

په معاصره نړۍ کې د تمدن او زغم رول

د انسانانو په تمدني کېدلو کې د دوی له زیار، کوښښ او فکر کولو علاوه، یو انساني او فطري خاصیت ډېر ژور رول لري او هغه “زغم” دی. د انسان ژوند هغه وخت متمدن شو چې په ده کې د بل انسان په اړه د زغم فکر او احساس پیدا شو. په ساده عبارت، کله چې انسان دا زده کړل چې د نورو د سوکالۍ لپاره د خپلو فردي خواهشاتو څخه تېر شي، نو انسان متمدن شو.

دا هم ولولئ:  افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

د تمدن او زغم اساسي روح په انسان کې د یو بل منل دي. غربي ټولنې په اوسني وخت کې د متمدن ژوند ژوندي مثالونه دي؛ دا یوازې په دې خاطر نه چې دوی له ظاهري پلوه پرمختللي دي، بلکې دا د هغه انساني قوانینو د رعایتولو له امله دي چې د انسان د احترام، فردي ازادۍ، د ښځو حقوقو او همکارۍ پر بنسټ ولاړ دي.

nody عکس پروفایل نویسندگی دخترانه 1633238120

په نتیجه کې ویلی شو چې تمدن او زغم یوازې په ظواهرو پورې محدود نه دي. دا چې یو انسان د بل انسان په وړاندې همدردي ولري او د ټولنې د نفعې لپاره له خپلو غوښتنو تېر شي، دا د تمدن اصلي روحیه ده. تر هغو چې په یوه ټولنه کې زغم نه وي، هلته واقعي تمدن نشي رامنځته کېدای.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button