ژوند او ټولنه

ګلپي خوړل شل روغتيايي ګټې لري

ګلپي د ښو غذايي موادو ترڅنګ ښه روغتيايي تاثيرات هم لري، په ګلپي کې موجود ويټامينونه او منرالونه د انسان د روغتيا لپاره په ځانګړي ډول د زړه او پوستکي لپاره د يادولو وړ دي.

یاده سبزي هم په ګران هېواد افغانستان کې پرېمانه پېدا کېږي، هم يې بيه مناسبه وي، پخول یې ډېر وخت او زحمت نه غواړي، په ډېر کم وخت کې پخېږي او په زړه پورې خوند لري.

د ويټامين سي او پوټاشیم څخه غني ګلپي د نورو روغتيايي ګټو سره سره د کولېسټرولو په کنټرول کې هم درنه ونډه لري، د دې ترڅنګ د ويښتانو د روغتيا لپاره هم د ګلپي ګټه يادولو وړ ده.

په سل ګرامه ګلپي کې ۲۵ کالوري انرژي، ۵ ګرامه کاربون هيدارت، ۲ ګرامه فايبر، ۲ ګرامه پروتين، ۴۲.۲ ملي ګرامه ويټامين سي، ۲۹۹ ملي ګرامه پوټاشیم، ۲۲ ملي ګرامه کيلسيم او ۰.۵ ملي ګرامه اوسپنه شتون لري.

د ګلپي خوړل شل روغتيايي ګټې په لاندې ډول دي

د زړه روغتيا په لوړه کچه ساتي

د کولېسټرولو سويه نورمال ساتي

د بدن دفاعي سيسټم قوي کوي

د امېدواره مېرمنو د ماشوم وده چټکوي

د کيلسيم ذخیره ګلپي هډوکي قوي کوي

د سترګو روغتيا ته ګټه لري.

پکې د موجود زينکو په واسطه د زخمونو د زر جوړېدو سبب کېږي

د نويو حجرو په جوړولو کې مرسته کوي

د وزن په کمولو کې مرسته کوي

په ګلپي کې موجود سوډيم په بدن کې د معاياتو نظم برابروي

د سږو، سينې او مثانې د سرطان مخنيوی کوي

د ويښتانو په روغتيا کې مرسته کوي

د پوستکي په روغتيا کې ګټور تمامېږي

په بدن کې د ذخیره شویو زهري موادو په خروج کې مرسته کوي

عصبي سيسټم قوي کوي

د ‌معدې د زخمونو په جوړېدو کې مرسته کوي

حافظه قوي کوي

د قبضیت مخه نيسي

د مفاصلو درد کموي

د ډېر وخت لپاره مو ماړه ساتي

پاملرنه

په زياته اندازه د ګلپي خوړل مو په معده او کولمو کې ګاز زیاتوي، که له حده زياته يې مسلسل وخورئ، د پښتورګو ډبرې هم جوړولی شي، لنډه دا چې هر څه په مناسبه اندازه خوړل او کول پکار دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button