سیمه‌ییز

تورخم کې لا هم د طالبانو او پاکستان نښته روانه ده

اړوند خبرونه: 

د تورخم دروازې د پرانیستې په تړاو د طالبانو او پاکستان ناسته بې پایلې وه

پاکستاني ریاست د تورخم دروازه لا هم تړلي ده

له تورخم سرچینې وايي، چې هلته د تېرې شپې راهیسې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پیل شوې نښته لا هم روانه ده. سرچینو تر اوسه د درېیو پاکستاني پوله ساتو سرتېرو او یو ملکي وګړي ټپي کېدل تایید کړي.

جګړه تېره شپه وروسته له هغې پیل شوه چې په تورخم کې د طالبانو له لوري د دروازې د پرانېستل کېدو پر سر خبرې اترې ناکامې شوې.

د تورخم دروازه لس ورځې مخکې وروسته له هغې وتړل شوه، چې طالبانو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوې پوستې پر جوړولو کار پیل کړ.

د سرچینو په خبره، د تېرې شپې راهیسې د روانو نښتو له امله په تورخم کې دواړه لوریو ته موټرچلوونکو خپلې بار وړونکې موټرې له تورخم څخه بېرته اېستلې؛ خو یو موټر چلوونکی د « زړه د حملې» له کبله د جګړې پر مهال مړ شوی دی.

په دغه روانه نښته کې طالبان او پاکستاني پوله ساتي ځواکونه سپکې او درنې وسلې کاروي.

تر اوسه طالبانو او د پاکستان حکومت د روانې جګړې په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي او نه یې هم د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات ورکړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button