سیمه

تورخم کې وضعیت لا هم نظامي دی او ملکي وګړو ته د ورنږدې کېدو اجازه نه ورکول کېږي

اړوند خبرونه:

د تورخم دروازې د پرانیستې په تړاو د طالبانو او پاکستان ناسته بې پایلې وه

پاکستاني ریاست د تورخم دروازه لا هم تړلي ده

د افغانستان او پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې ځواکونو ترمنځ د شدیدو نښتو وروسته، سلګونو کسانو خپل کورونه او اصلي سیمې پرېښي او بې ځایه شوي دي.

د وروستیو نښتو په ترڅ کې په تورخم کې یوازې د افغانستان لور ته شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وایي چې د وروستیو نښتو په ترڅ کې په تورخم کې یوازې د افغانستان په اړخ کې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي چې ځینې یې په مهاجر کمپونو او ځینې یې د خپلو اقاربو په کورونو کې ځای پر ځای شوي دي.

په طالبانو حکومت کې یوه باخبره سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم او غږ یې په دې راپور کې خپور شي، د سه شنبې په ماښام (د مارچ ۴مه) افغان‌ناو خبري شبکې ته وویل چې وضعیت په دواړو خواوو کې نظامي دی او د جوړجاړي هېڅ نښه نه لیدل کیږي.

هغه کسان چې د تورخم سرحدي سیمې څخه مارکو او نورو سیمو ته تښتېدلي، وایي چې د بېړنیو لومړنیو مرستو په شمول سرپناه ته هم جدي اړتیا لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button