نړیوال خبرونه

جاوید فیصل:طالبان سولېته ژمن ندي

جاوید فیصل: طالبان سولېته ژمن ندي دهېواد د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل تازه ویلي چې، طالبان نه غواړي چې په افغانستان کې امن راشي دويي سولې ته ټينګه اراده نلري،او جګړې ته ېې دوام ورکړۍ،

د امنیت شورا ویاند په خپل ټویټر پاڼه خپاره کړي دي چې ، تیره میاشت د طالبانو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور سوه او شل بې ګناه وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.کوم چې افغان دولت او عوامو ته د منلو وړ نده که دغه رقم بریدونه نور هم دوام وکړي نو دا به د سولې فرصت له منڅه یوسي ځکه سولې ته د تګ لپاره دا اړینه ده چې باید اوربند وشي او عام وژنه بنده شي،

دهغه په خبره په یاد حملو کې په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته د ځاني زیان تر څنګ مالي زیان هم رسېدلۍ دۍ .طالبانو د ملي امنیت ددې خبرې په تړاو رسنیو ته تر دا مهاله څه ندي ویلي.خو د دوړاندې ېې ویلي وو چې دا رقم بریدونه مونږ پورې تړاو نه لري باید دولت د نامسوله څرکندونو نه ډډه وکړي اوس د شنونکو په وینا طالبان باید دا ډول بریدونه ودروي ترڅو سولې خبرو ته زیات ونه رسیږي ځکه افغانستان ته لومړۍ ځل د سولې ښه فرست په لاس راغلۍ باید دې وخت نه پوره پوره ګټه پورته شي

که مونږ اوګورو د افغان سولې په تړاو د ښکیلو اړخونو د زندانیانو د تبادلې د لړۍ په دوام سره لا هم د طالبانو له لورې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د افغان حکومت پر وړاندې شدید بریدونه روان او کمی پکی ندی راغلی.کوم چې موونږ مخکې هم ذکر کړل چې سولې لپاره دا ډوول کړنې نقصان رسوي نو باید داسې کړنو نه ډډه وشي او مککل سولې لپاره کار وشي ترڅو افغانان د سولې په ټغر کیني او سوله په ريښتیني ډول راشي،

بلخوا بیا دهيواد جمهوررئیس محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین سره په داسې حال کې چې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، ټلیفوني بحث وکړ،ارګ لخوا یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي؛ په دغه ټلیفوني مکالمه کې رابرت اوبراین وویل، د امریکا متحد ایالتونه له متحد، خپلواک، ولسواک او واحد افغانستان څخه چې دوباره د تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نه شي، ملاتړ کوي.

دواړو طرفونو د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ پر مستقیمو مذاکراتو خبرې وکړې او ټینګار وشو چې دغه مذاکرات باید ژر پیل شي.همداراز دواړو لورو د طالبانو په بریدونو اندېښنې وښودې او داېې د سولې مزاکراتو لپاره د زیان خبره وبلله،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button