سات تيري

جاوېد امرخېل خپل تازه پوسټ کې څه ویلي؟

د افغانستان مشهور او نومیالی پشتون هنرمند جاوېد امیرخېل یو ځل بیا هغه خلکو په غصه کړی دی، چې هغه ته د هغه په پوسټونو باندې بد کمنټونه کوي او نوموړي په خپل یو پوسټ باندې داسې خلکو ته په کمنټ کې سخت ځواب ورکړی دی.

تېره ورځ چې د موسیقۍ نړیواله ورځ وه، په دغه ورځ باندې جاوېد امیرخېل هم پوسټ کړی و او لیکلي یې و: د موسیقۍ نړیواله ورځ دې هغو ټولو درنو او باعزته هنرمندانو ته مبارک وي چې په سمه معنا د هنر او هنرمند قدر پېژني او تقدس ورته لري او د هنر له لارې خپل کلتور ته لا ښکلا بښني انسان ته د خېر مینې خدا پرستۍ بشردوستۍ ورورولۍ او امن پېغام رسوي دا چې موسیقۍ تاسې څنګه ارزوئ او قضاوت پرې کوئ دا ستاسې شخصي نظر دی خو زما لپاره ژوند دی او تر پاچاهي راته ډېره مهمه ده او ارزښت راته لري.

fb img 1624512029258

د ښاغلی امیرخېل په دې پوسټ زرګونه کسانو هغه ته د موسیقۍ د ورځې مبارکي ورکړې وه، خو په دې کې ځینې کسان داسې هم و، چې په هغه یې نیوکې کړې وې او یا یې هم ورته په تبصرو کې سپکې سپورې ویلې وې، چې له امله یې نوموړی سخت غصه کړی او بېرته یې خلکو ته په کمنټ کې ځواب لیکلی دی.

جاوید امرخېل په خپل کمنټ کې لیکلي دي، چې ځینې دومره پست خلک دي چې سړی ورته حيران شي خیر زه به درته سپکه نه کوم چې بیا مو فرق سره نه کېږي او زه په دې هم ښه پوهېږم چې دا چې ښکنځل کوي دومره تکړه خلک هم نه یاست چې ستاسې په خاطر دې کامنټ وکړم.

نږمړي په خپل کمنټ کې د لوی افغانستان د نومیالي سیاستوال ارواښاد عثمان کاکړ یادونه هم کړې ده او خلکو ته یې لیکلي دي، چې په ژوندون مو د هغه قدر ونه کړ، هغه وايي چې اوس به همدا خلک وګوري چې د هغه بدل څنګه اخلي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button