نړیوال خبرونه

جرمني: مونږ د سولې مزاکراتو ملاتړي یو

جرمني: مونږ د سولې مزاکراتو ملاتړي یو په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو او افغان دول د مذاکراتي پلاوو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي ، د نړۍ یو شمېر هېوادونو د سولې پروسې د کامیابۍ په صورت کې طالبانو ته ډاډ ورکړۍ چې مونږ هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.

پرون ناوخته افغانستان لپاره د جرمني هېواد ځانګړي استازي د طالبانو سیاسي استازو ته ډاډ ورکړی، چې د سولې په روانه پروسه کې به جرمني پوره همکاري ورسره کوي.د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په یو ټویټ کې ویلي، چې پرون مازدیګر د افغانستان لپاهر د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوټزل په مشرۍ پلاوي په دوحه کې د اروپايي څانګې لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر مسئول ملا عبدالحق وثیق په مشرۍ هیئت سره د بین الافغاني مذاکراتو د پروسې په هکله بحث کړۍ.

هغه زیاته کړې په دغه مهال د جرمني خاص استازي د سولې پروسه کې د خپل هېواد د مرستې ډاډ ورکړی: «نن مازديګر د ا.ا.امارت د سیاسي دفتر د اروپائی بخش مسئول محترم ملا عبدالحق وثیق او ورسره مل هئیت دجرمني له خاص استازي سره په دوحه کې وکتل.

دواړو لوريو د سولې په روانه پروسه خبرې وکړې. د جرمني خاص استازي د سولې په پروسه کې د خپل هیواد د ملاتړ او مرستې ډاډ څرګند کړ.بل خوا افغانان هم دې ته خوشبین دي. او وايي که چېرې داسې په ريشتیا هم وکړي نو دې سرهبه افغانستان کې نورې پروژې هم پلي شي او افغانستان به پرمختګ وکړي.

طالبان: ډېرژربه یوتوافق ته ورسېږو
طالبان: ډېرژربه یوتوافق ته ورسېږو

دغه هېواد په داسې مهال طالبانو ته د سولې پروسه کې د مرستې ډاډ ورکوي، چې تیره ورځ د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې «انې ماري ارکسن» هم د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې اترې کړي او د سولې پروسه کې یې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي «پرون ماسپښين۲ بجې دافغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئيس محترم ملا برادر اخند او ورسره مل هئیت او د ناروې هېواد د وزیرې خارجه آغلې انې ماري ارکسن تر منځ دویډیو کانفرانس له لارې خبرې وشوې

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button