کورني خبرونهنړیوال خبرونه

جرمني کې د طالبانو پر ضد د افغان فعالانو د نه خوراک اعتصاب

د بشري او ښځینه حقونو یو شمېر افغان فعالانو د طالبانو پر ضد د نه خوراک اعتصاب کړی

په جرمني کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانو، په افغانستان کې د افغانانو؛ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د وروستیو اقداماتو په اعتراض کې د نه خوراک اعتصاب کړی.

دغو فعالانو د جمعې په ورځ د وږي میاشتې په لسمه نېټه، د جرمني په کلن ښار کې د تحصن خېمه ودروله او ویې ویل، چې د دوی موخه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض (جنسي اپارتايد) په رسميت پيژندل دي.

دا اعتصاب به تر کله دوام کوي؟

د دغو مېرمنو په خبره، د دوی اعتصاب چې پکې له لسو زیاتو مېرمنو برخه اخیستې، د سيپتيمبر میاشتې تر ۱۲مې به دوام ومومي.

د ښځو د حقونو يوې فعالې تمنا زرياب پریاني ازادي راډيو ته وويل، چې له دوو کلونو راهيسې خلک له بند او تاوتریخوالي سره مخ دي او له دې اعتصاب څخه د دوی موخه دا ده، چې اسارت او تاوتريخوالی له مينځه يوسي.

نور ولولئ: ډوډۍ، کار او عدالت؛ ددې شعار ورکوونکو ښځو لاریون طالبانو په درنو ډزو تیت او پرک کړ

آغلې پرياني، ازادي راډيو ته وويل: ” مونږ د افغانستان دننه او بهر له سلو څخه ډير بېلابېل پروګرامونه او اعتراضونه درلودل، څو دا تاوتريخوالی پای ته ورسيږي، خو تر اوسه يې پايله نه درلوده. زمونږ تر ټولو مهمه غوښتنه، چې ډير پرې ټينګار کوو دا ده، چې جنسیتي اپارتاید چې تر اوسه په افغانستان کې ادامه لري په رسمیت وپيژندل شي. ”

په افغانستان کې د ټولو سیاسي بندیانو خوشې کېدل او پر طالب چارواکو د لا زیاتو تحریمونو وضع کول، د دغو تحصن کوونکو له نورو غوښتنو څخه دي.

پر طالبانو د مالي مرستو د درېدو غوښتنه

یوې بلې تحصن کوونکې، فاطمې زهرا احمد وویل: “په دې تحصن کې، غواړو چې د افغانستان سیاسي بندیان خوشې شي، او د هېوادونو لخوا طالبانو ته مالي مرستې ودرول شي او نورو هیوادونو ته دې د طالبانو سفرونه بند شي، ځکه چې ډیری یې په تور لیست کې شامل دي. ”

د امریکا متحده ایالت، چې له افغانستان او د طالبانو له حکومت سره تر ټولو لوی مالي مرسته کوونکی دی تل ټینګار کوي، چې افغانستان ته رالېږل شوې مرستې طالبانو ته نه رسیږي او دا بشري مرستې د افغانستان له خلکو سره کیږي.

نور ولولئ:  د امریکا او ایران د کړکېچ پر افغانستان اغیز

دغو معترضو ښځو په داسې حال کې د طالبانو د جنسیتي تبعیض (جنسیتي اپارتاید) په رسمیت پېژندلو خبره را پورته کړې ده، چې تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د جون په ۱۹مه له نړۍ وغوښتل، چې په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید د “نړیوال جرم” په توګه په رسمیت وپیژني او پر ښځو د محدودیتونو د لګولو له امله، له طالبانو ځواب وغواړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button